روزنامه هیواد

   پوهاند محمد رسول باوری: د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د کابل فرهنگی اوونۍ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې  نمانځی

 کابل  چې په فرهنگی برخه کې دنورو ولایتونو په پرتله یو بډاى ولایت دى ، چې دتاریخ په اوږدوکې هرکال په فرهنگی برخه کې ښې برنامې په پام کې لری. په تېرو کابو درې نیمو لسیزو کې دجګړو له امله دکابل فرهنګ او تمدن ته سخت زیانونه واوښتل چې دهغو جیره کول ډېر وخت ته اړتیا لری . دپخوانی ولسمشر حامدکرزی دحکومت له پیل څخه دکابل د فرهنگ اوتمدن لپاره نوى باب پرانیستل شو او  د رغولو او نوی کولو لپاره پرې ډېر لګښتونه وشول، چې کنډواله شوى کابل دامکان تربریده بېرته ودان او دخلکو دتوجه وړ وگرځېد.

دولسمشر په توګه د  محمداشرف غنی په راتلو سره هم دکابل فرهنگ او تمدن رغولو ته ډېره پاملرنه وشوه.

اوس موږ دکابل دفرهنگی اوونۍ په درشل کې یو. دغه اوونۍ دزمری میاشتې له شلمه پېل شوه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اونورو اړوندو ادارو له خوا دیولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  نمانځل کېږی .

په دې اړه دهېواد ورځپاڼې خبریال داطلاعاتو او فرهنگ وزارت له فرهنگی معیین ښاغلی پوهاند محمدرسول باوری سره مرکه کړې ، چې  دادى خپرېږی.

پوښتنه:دکابل فرهنگی اوونۍ چې دشنبې په ورځ ( دزمری له شلمې)  پیل شوه ، داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په دې تړاو څه چمتووالى نیولى دى؟

ځواب: داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې دکابل دفرهنگی اوونۍ دښې نمانځنې لپاره خپل چمتووالى نیولى دى.

داطلاعاتو او فرهنگ وزارت د روان کال په ترڅ کې دبېلابېلو  ولایتونو په مرکزونو کې فرهنګی اوونۍ ونمانځلې ، چې تراوسه یې شمېر اتو ولایتونوته رسېږی. لکه : پروان، ننگرهار، خوست، غزنی ،دایکندی، کاپیسا اونور ولایتونه. اوس په دې لړ کې دکابل دفرهنگی اوونۍ نمانځنې ته رارسېدلی یو له نېکه مرغه موږ دفرهنگی اوونیو په پرانیستلو سره دزیاتی  تجربې خاوندان شوو. ددغو ټولو تجربو په پام کې نیولو سره غواړو، چې دکابل فرهنگی اوونۍ د نورو ټولو ولایتونو په پرتله په کابل ولایت کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځو.

ددغې نمانځنې علتونه دادی چې کابل دافغانستان پلازمېنه او مرکز دى، نوځکه به له بل هرولایت څخه فرهنگی اوونۍ په کې ښه ولمانځل شی.

دویم دا چې له بل هر ولایت څخه په کابل کې دفرهنگی جشن او تجلیل امکانات اوآسانتیاوې ډېرې شته . سربېره پردې دحکومت اصلی ستنې او بنسټونه په کابل کې شتون لری.

ددغو ټولو ظرفیتونو اوامکاناتو په سمبالولو اومنظم کولو سره ،موږ ډاډه یو چې دکابل فرهنگی اوونۍ به په ډېرو شاندارو مراسمو سره ونمانځو.

په نورو ولایتونو کې  داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ترټولو مهمه موخه دفرهنگ پراختیا، ساتنه او دفاع ده، چې په دې برخه کې خلک باید له موږ سره همغږی شی. موږ مالی امکانات چاته نه ورکوو بلکې غواړو چې خلک دخپلو احساساتو پربنسټ له موږ سره دکابل د فرهنگی اوونۍ په نمانځلوکې شریک شی. همدا رنګه موږ په ټولو  ولایتونو کې کارکړى دی. په کابل کې هم فرهنگی اوونۍ په همدغه دود ترسره کېږی.

موږ ددغه کار دترسره کولو لپاره ځانګړې بودجه نه لرو او غواړو چې ټولې حکومتی ادارې دکابل د فرهنگی اوونۍ په لمانځلو کې له موږ سره مرسته وکړی.

ښاغلی باوری څرګنده کړه: له نېکه مرغه  موږ وکړاى شواى، چې د ډېرو حکومتی اوغیرحکومتی ادارو پاملرنه دکابل فرهنگی اوونۍ ته را واړو و، چې هغوى په خپل زړه او په خپله خوښه له موږ سره فرهنگی اوونۍ ونمانځی.

داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت هڅه کوی چې دکابل ځانګړی ځایونه دفرهنگی اوونۍ لپاره مشخص کړی ،چې موږ دغه فرهنگی اوونۍ په ښه توګه ونمانځو. موږ اوه ځایونه مشخص کړی چې ټول فرهنگی فعالیتونه به مو په همدغو ځاىو کې متمرکز وی ، په هرګودر، هره سیمه ، اوکوڅه کې به فرهنگی فعالیتونه ترسره کېږی .

داطلاعاتو او فرهنگ وزارت فرهنگی معیین زیاته کړه: کابل ښاروالۍ له موږ سره ژمنه کړې چې دګذر ټول وکیلان به دکابل په فرهنگی اوونۍ کې برخه واخلی او د شپږو ورځو په بهیر کې به یوه ورځ  دې ته ځانګړې کېږی چې کابل ښار به له ککړتیا څخه پاکوی. سربېره پردې دکابل ښار د شوراګانو رییسانو له موږ سره تعهد او ژمنه کړې چې دوى به دکابل ښار په ښکلا کې له موږ سره مرسته وکړی. کابل ښاروالۍ هم له موږ سره دا منلې چې ملی بیرغونه به په دغې اوونۍ کې په ټولو واټونو او څلور لارو کې ځوړندوی .همداسې د کلیو دبیارغاونې او پراختیا وزارت هم له موږ سره ژمنه کړې چې دکلیوالو ښځو لاسی صنایع او کرنیز محصولات به نندارې ته وړاندې کړه.

دغه راز دسوداګرۍ اوصنایعو وزارت هم له موږ سره تعهد کړى چې دوى به په نندارتونونو کې له غرفه لرونکو کسانو سره مرسته وکړی .

سربېره پردې دپوهنې وزارت اوپه ځانګړې توګه دکابل ښار دپوهنې  ریاست هم له موږ سره ژمنه کړې چې دکابل ښار له زرو ډېر ښوونځی چې دوه نیم میلیونه زده کوونکی په کې زده کړه کوی په دغو ښوونځیو کې به هم دکابل فرهنگی اوونۍ ونمانځل شی او دتقسیم اوقات له مخې به د ښوونځیو زده کوونکی دکابل د فرهنگی اوونۍ په اړه مقالې او شعرونه په پښتو او دری ژبوو لولی.

همدارنګه سپورټ به ترسره کوی او دهرښوونځى پرسر به لوحه وځړول شی او دوى به هم دکابل فرهنگی اوونۍ ونمانځی په دې ډول به هره کورنۍ په یاده شوې فرهنگی اوونۍ کې شامله کړو اوهغوى به له موږ سره ودرېږی.  په ځانګړی توګه موږ نور پروګرامونه هم لرو چې په ځینو ځایونو کې به تیاتر اوپه ځینو ځایونو کې به دفلم اوپه ډېرو سیمو کې به دکتابونو نندارتونونه ولرو . همدارنګه به  دلرغون پېژندنې، عکاسۍ، دتاریخی آبداتو اودملی موزیم دآثارو دوړاندې کولو لپاره دنندارتونونو پرانیستلو ته  به هم زمینه برابره شی چې په ځانګړې توګه په اوو ځایونوکې همدا پروګرامونه پرمخ وړل کېږی.

ده زیاته کړه: دکابل دفرهنگی اوونۍ په ترڅ کې بېلابېل فعالیتونه لکه : دموسیقۍ، آتڼ او نیزه بازۍ لرو ،دکابل ښار دتاریخی آبداتو په اړه هم یو علمى سیمینار لرو چې دتاریخی آبداتو ریاست ، دښارجوړولو وزارت دپایتخت زون اداره اونورې ادارې به په کې ګډون وکړی، چې څنګه تاریخی آبدات جوړېږی او اصول یې څه دی؟ سربېره پردې دعینکو دمسوکان په لرغونې سیمه کې سپړنې کوو . ددې کار لپاره موږ پریزنتیشنونه لرو، اوپه دې سیمینار کې به معلومات وړاندې کړو. په دې کارکې به دافغانستان د علومو د اکاډمۍ ، دکابل پوهنتون او نور کارپوهان او متخصصین برخه واخلی.

دکابل دفرهنگی اوونۍ لمانځلو ته په سلګونه کسان رابلل شوی دی چې د آبداتو په اړه خپل معلومات له موږ سره شریک کړی او هم زموږ دسپړنو او څېړنو په اړه چې دلرغونپوهنې په برخه کې یې کوو نظرورکړی.

ښاغلی باوری په دې برخه کې د خپلو خبرو په پاى کې دا هم ډاګیزه کړه چې په آرشیف کې د هغو تاریخی اسنادو په اړه چې په کابل کې شته هغه دکابل دفرهنگی اوونۍ په بهیر کې نندارې ته وړاندې کوو اوهمداسې به افغان فلم د کابل فلمونه هم نندارې ته وړاندې کوی.

داکار په دوو سینماګانو کې ترسره کېږی. ددې ترڅنګ گرځنده فلمونه هم نندارى ته اېښودل کېږی.

پوښتنه: داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دتاریخی آثارو ،آبداتو اوفرهنگى آثارو لپاره څه تګلاره لرئ؟

ځواب: دوه شیان باید سره بېل کړاى شی.موږ اوس دکابل پر فرهنگی اوونۍ تمرکز لرو، نو دکابل په فرهنگی اوونۍ کې یو فعالیت دادى چې موږ یوعلمى سیمینار لرو. په هغه کې به دا وڅېړو، چې دغه تاریخی آبدات څنګه جوړېږی؟ په دې سیمینار کې به هغه ادارې چې تاریخی آبدات یې جوړ کړی اوبیایی رغولی دی ،هغوى به خپل رپوټ ورکړی چې دوى دکومو اصولو پربنسټ دا کار کړى دى.

پوهان به خپل نظریات ورکوی او کومې چارې، چې تاسې ترسره کړی هغه به وارزول شی چې ښې دی او که څنګه ؟ اوس چې موږ دکابل دفرهنگی اوونۍ په درشل کې یو، هیله ده چې محترمې ادارې او خلک له موږ سره ددغې اوونۍ په نمانځلو کې ګډون وکړی او خپله هېوادنۍ دنده او رسالت ترسره کړی.        نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید