روزنامه هیواد

پوهاند باوری:  افغانان نه بېلېدونکى او نه ماتېدونکى ولس دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معىـین پوهاند محمد رسول باوری ختىځو ولاىتونو ته په فرهنګی، علمی، څېړنىز، تارىخی او تفرىحی سفر کې افغانان نه بېلېدونکى او نه ماتېدونکى ولس ىاد کړ.

په دغه سفر کې چې مشری ىې پوهاند محمد رسول باوری کوله د دغه وزارت ىو شمېر مشاورىنو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزی او د ټولو ولاىتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رىىسانو ګډون لاره.

د طلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معىـین پوهاند محمد رسول باوری د باختر اژانس له خبرىال سره په خبرو کې کابل ته د ولایتی رییسانو د راتګ او بیا د دغه سفر موخې ډېرې، خو په ځانګړی ډول ىې د اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد او د حماسی شاعر ارواښاد ملنګ جان په سىمىنارونو کې ګډون ىاد کړ.

پوهاند باوری زىاتوی چې د دغه وزارت له دندو څخه ىوه هم له خلکو سره مخامخ د فرهنګی اړىکو پالل دی چې د دغو اړىکو د لا ښه ټىنګولو لپاره ىې ىاد سفر اغېزمن ىاد کړ.

معىن وایی چې په دغه سفر کې ولاىتی رىىسانو په بېلابېلو برخو کې د ختىځو ولاىتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رىاستونو له مشرانو ډېرې تجربې ترلاسه کړې او خپلې تجربې ىې له هغو سره شرىکې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معىن پوهاند محمد رسول باوری زىاتوی: یو شمېر بهرنیان افغانان نه یو ځاى کېدونکى ولس ګڼی، خو دغه سفر څرګنده کړه چې افغانان نه بېلېدونکى او نه ماتېدونکى ولس دى.هغه پر خلکو غږ وکړ چې د تارىخی آثارو په ساتنه کې خپل مسوولىت ادا کړی، ځکه چې تارىخی آثار د ىوې ټولنې د وګړو هوىت دى، خو که له لاسه ىې ورکړی بې هوىته کېږی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالىسۍ رىىس عبدالمقىم افغان  چې د دغه وزارت د خلکو فرهنګ له ریاست سره په ګډه د ىاد سفر د تنظىم مسوولىت درلود؛ وایی چې ورته فرهنګی، علمی، څېړنىز او تارىخی سفرونه د ىو بل درک کولو لپاره خورا ګټور دی.افغان وایی چې په دغه سفر کې موږ ټولو په ننګرهار او لغمان کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ، د رىالېست لىکوال ارواښاد سعد الدىن شپون، ملنګ جان بابا، شاه امان الله خان، د عدم تشدد د سرلاری خان عبدالغفار خان مقبرې وکتلې، د ملنګ جان بابا جونګړه پرانیستل شوه، سراج تارىخی کلا، دانش فرهنګی مرکز، سراج العمارت ماڼۍ، ډاکټر تىتسو ناکامورا د پارک او د کونړ طبیعی ښکلاګانې ننداره کړې.

هغه زىاتوی چې ىاد سفر ډېرې خو دوې ىې ډېرې مهمې ګټې درلودې: لومړى د ظرفىت لوړونې او دوىم ىې ولاىتی رىىسانو په دغه سفر کې زده کړل چې د تورىزم د ودې لپاره ترلاسه کړې تجربې څنګه او  په ښه ډول سره په خپلو سىمو کې پلې کړی؟

د پلان او پالېسۍ رىىس وایی چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور دى، خو هره سىمه ىې بىا بېلا بېل دودونه لری، چې په دغه سفر کې هم د ټولو ولاىتونو رىىسان د ننګرهار او کونړ له دودونو سره اشنا او له تجربو ىې برخمن شول.

افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دى چې، قدم په قدم پکې لرغونی اثار او تارىخی آبدې تر سترګو کېږی، خو په هېواد کې جنګ جګړې د سلګونو تارىخی آبداتو د وىجاړېدو او د زرګونو تارىخی اثارو د لوټ کېدو لامل شوې دی.

د پلان او پالىسۍ رىىس وایی چې د هېواد تارىخی آثار او آبدې زموږ د پنځه زره کلن تارىخ ښکارندوى کوی، هغه له هېوادوالو غواړی چې د تارىخی آثارو او آبدو په ساتنه کې له دولت او په ځانګړی ډول د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاری وکړی.

افغانستان چې د تارىخی آبداتو او اثارو په برخه کې ىو له غنی هېوادونو څخه شمېرل کېږی چې په وروستىو څلورو لسىزو کې ىې زىات شمېر تارىخی اثار تالا شوی او نورو هېوادونو ته وړل شوی دی.

په ورته وخت کې د  اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت د باختر آژانس عمومی رىىس نجىب الله شىنواری هم ورته فرهنګی سفرونه  د کلتوری راکړې ورکړې لپاره ګټور ىاد کړل.هغه له هېوادوالو غواړی چې د دانش خپروندوىه ټولنې په څېر نوښتونه وکړی او ورته  ټولنې جوړې کړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو ولاىتونو او د مرکزی برخې ىو شمېر  رىىسان په داسې حال کې د هېواد ختىځو ولاىتونو ته فرهنګی، عملی، څېړنیز، تارىخی او تفرىحی سفر کوی چې له دې ټىک ىوه ورځ وړاندې هم دغو رىىسانو ته په ىاد وزارت کې د پلان او پالىسۍ رىاست د راپور ورکولو په برخه کې دوه ورځنى پروګرام جوړ کړى و.په  ىاد پروګرام کې د  اطلاعاتو او فرهنګ رىاستونو د مرکزی او ولاىتی برخې مشرانو د خپلو کارونو، لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکی لپاره د خپلو پروګرامونو رپوټونه وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید