روزنامه هیواد

پولىسو د کانالېزاسىون له لارې له شهزاده سراىه د لوىې غلا مخه نىولې

د کابل امنىه قومندانۍ پولىسو ىو کس نىولى چې غوښتل ىې د کانالىزسىون له لارې د کابل د اسعارو د تبادلې مرکز، د شهزاده سراى ته د پىسو د غلا  په موخه دننه شی.سراى شهزاده د افغانستان په کچه د پىسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر او مهم ځاى بلل کېږی، چې اوس مهال د کرونا وىروس د مخنىوی په پار بند دى.د کورنىو چارو وزارت وىاند طارق ارىن تاند ته د دغه غل نىونه تاىىد کړه او وایی، تېره شپه ىو کس هڅه کوله چې ډېر په هوښىارۍ سره د کانالىزسىون له لارې دغه سراى ته دننه شی او پىسی غلا  کړی چې د پولىسو لخوا ونىول شو.طارق ارىن زىاتوی چې ىاد کس له ىو شمېر لاسی وساىلو سره د سراى شهزاده کانالىزسىون سلولونو ته دننه شوى او غوښتل ىې چې د پىسو د راکړې ورکړې دغه لوى انګړ ته دننه شی، خو د پولىسو له لوری ونىول شوه.نىول شوی کس منلې چې غوښتل ىې سراى شهزاده ته د پىسو د غلا لپاره دننه شی.شهزاده سراى چې د کرونا له وېرې له څو ورځو راهىسې تړل شوى، د صرافانو ټولنه ىې واىی، له حکومت سره ىې مشوره کړې چې په لنډو ورځو کې دا سراى بىرته د کرونا له جدی تدابىرو سره پرانىزی.د صرافانو په وىنا د صرافۍ بندىدو له کبله د پىسو راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شوې او دوى ته هم هره ورځ درانه مالی زىانونه اوړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید