روزنامه هیواد

پوتین ګرجستان ته د روسانو پر لېږد د بندیز امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوایی چلند شرکتونو ته امر کړی ، چې ګرجستان ته د روسانو لېږدول بند کړی.پوتین ویلی،چې دا اقدام د روسیې د ملی امنیت د ساتنې لپاره ضروری و.پوتین په هغه فرمان کې چې وړمه ورځ کرملېن خپور کړى ویلی: دا بندیز به د جولای له اتمې وروسته پیل شی او موقتی به وی.په فرمان کې د الوتنو د ځنډېدو علت نه دى ښودل شوی، خو دا پرېکړه په داسې حال کې کېږی چې د ګرجستان په پلازمېنه کې تاوتریخجنې مظاهرې دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید