روزنامه هیواد

پوتین: په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو حضور د ټولو په ګټه دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایی: په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو د حضور دوام د ټولو د امنیت لپاره ګټور دی.د تاس خبری اژانس د راپور له مخې، پوتین په مسکو کې له رشیا ۱ تلوېزیونی چینل سره په مرکه کې ویل: (( په لومړی سر کې موږ په افغانستان مې د امریکایی پوځیانو د حضور ملاتړ وکړ او د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په ګټه مو رایه ورکړه. زه لا هم باور لرم ،چې په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ له بهرنیو ګټو سره په ټکر کې نه دی.))پوتین دغه راز وویل: (( د هغه څه خلاف، کله چې دا اعلام وشو ،چې امریکایان د خپلو پوځیانو د ایستلو تیاری نیسی، زموږ رسمی دریځ دا و ،چې ممکن د افغانانو د پخلاینې لپاره به شرایط برابرېږی، خو زه شخصاً فکر کوم دا ډېر خطرونه زېږوی. لومړی باید د ثبات د ساتلو لپاره ډېر لګښت وکړو او دویم دې ته له پامه پرته، چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور په دې هېواد کې د ثبات له ټینګولو سره مرسته کړې او که یې نه ده کړې ،خو وتل یې خطرونه رامنځته کوی. موږ نه باید هلته د امریکایانو د حضور پر ضد وجنګېږو.))

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په ځلونو په افغانستان کې د امریکایی او ناټو پوځیانو د حضور مخالفت کړی او له دې هېواده د امریکایی پوځیانو وتل یې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروری بللی دی.پوتین وویل ،چې د امریکا او روسیې استخبارات په افغانستان کې له یو بل سره همکاری کوی.(( موږ په ډېرو برخو کې له ګڼو تضادونو سره سره له امریکایانو سره په دې برخه کې همکاری کوو. لا هم د ځانګړو خدمتونو (استخباراتو) په کچه زموږ همکارۍ دوام لری.))د پوتین پر وینا امریکایان د تروریزم پر ضد د جګړې په برخه کې خپل معلومات له روسانو سره شریکوی او دوی په افغانستان کې د امریکایانو هلې ځلې تروریستی ضد هڅې ګڼی.(( ما په خپله دوی ته معلومات سپارلی او دوی موږ ته راسپارلی. ما له ولسمشر (ډونالډ‌ ټرمپ) څخه مننه کړې ،ځکه هغو معلوماتو ،چې امریکایانو موږ ته راکړی په روسیه کې د تروریستی اقداماتو په مخنیوی کې زموږ سره مرسته کړې ده.))پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړی چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس امریکایی پوځیان باید په راتلونکو شاوخوا ۷ میاشتو کې له افغانستانه ووځی.د ناټو سرمنشی او د امریکا د پوځ ځینې چارواکی وایی ،چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل مشروط دی.دوی وایی: په هغه صورت کې له افغانستانه وځی، چې طالبان جنګ ودروی، له القاعده او نورو سختدریځو سره اړیکې وشلوی او دا تضمین ترلاسه شی، چې افغانستان به د جنګ پر میدان نه بدلېږی.طالبان القاعده او نورو تروریستی ډلو ته د پناه نه ورکولو شرط تاییدوی ،خو د نورو شرایطو په اړه څه نه وایی او عملاً یې تر بل هر وخت جګړې ته زور ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید