روزنامه هیواد

پوتین ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایی: خپل امریکایی سیال ډونالډ ټرمپ ته یې بلنه ورکړې او دواړه لوری د نورو سرمشریزو لپاره چمتووالى لری. ښاغلی پوتین وویل: دى هم تیار دى چې واشنګټن ته سفر وکړی، خو د یوې کتنې د ترسره کېدو لپاره د شرایطو برابرېدو ته اړتیا ده.وړمه ورځ په جنوبی افریقا کې د برېکس تړون د غړو هېوادونو د سرمشریزې پر مهال خبریالانو ته په خبرو کې ښاغلی پوتین وویل: د مسکو او واشنګټن ترمنځ تلېفونی خبرې کافی نه دی.په برېکس تړون کې برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبی افریقا شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید