روزنامه هیواد

پوتین او مکرون د آذربایجان او ارمنستان د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د نګورنو قره‌باغ شااوخوا د آذربایجان او ارمنی ټبره ځواکونو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.کرملېن وړمه ورځ وویل، چې دواړو مشرانو د تلېفون له لارې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې پر سر د شخړو د دیپلوماتیک هواری پر لارو چارو خبرې وکړې.دا په څو کلونو کې تر ټولو سختې نښتې دی، چې د دې سیمې پر سر له څو ورځو راهیسې پیل شوی دی.دواړو مشرانو ویلی، چمتو دی، چې د دغو جګړو د بندولو او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له‌خوا د مېنسک په نامه ډلې، چې مشری یې په ګډه روسیه، فرانسه او متحده ایالتونه کوی، له‌خوا د خبرو د بېرته پیلولو په ملاتړ اعلامیه خپره کړی.د آذربایجان او ارمنی ټبره ځواکونو ویلی، چې جګړو ته به دوام ورکړی، چې دا د احتمالی بشپړې جګړې د پېښېدو او سیمې د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید