روزنامه هیواد

په ګمرکونو کې دې مقررۍ د آزادې سیالۍ له لارې وشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم مازدیګر د ولسی جرګې د ملی اقتصاد، مالی او بودجې کمېسیونو له رییسانو او غړو سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدی وویل: د دری ګونو قواو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په برخو کې زموږ هڅې دوام لری.وروسته د ولسی جرګې د مالی او بودجې کمېسیون رییس مېرافغان صافی او د ملی اقتصاد کمېسیون غړی احمدشاه رمضان خبرې وکړې.دوی وویل: د قوانینو د تصویب، د حکومت د کړنو د څار او بودجې د تطبیق په برخه کې د دغو کمېسیونونو هڅې دوام لری. همدا راز موږ ځینې قوانین تصویب کړی او یو شمېر نور تر کار لاندې دی.دوی همدارنګه د ولسی جرګې او حکومت تر منځ پر همغږۍ د ټینګار پر مهال، په ګمرکونو او بندرونو کې د قوانینو د تطبیق، د افغانستان عایداتی سرچینو ته د پاملرنې او د اوبو بندونو جوړولو کار د چټکتیا په برخو کې د لازیاتې پاملرنې غوښتونکی شول.جمهوررییس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: په موجوده شرایطو کې د بل هر وخت په پرتله د هېواد د دری ګونو قواو تر منځ همکاری او همغږی مهمه ده.ده زیاته کړه: د تفتیش اداره باید پر سیستم جوړولو کار وکړی او ادارې مکلفې دی ، چې د هېواد د نافذه قوانینو مطابق ځواب ویونکی اوسی، موږ په بېلابېلو برخو کې پر اصلاحاتو باوری او حساب ورکولو مکلف یوو.جمهوررییس د قوانینو د تصویب په برخه کې د ولسی جرګې رول وستایه او وې ویل: له قوانینو پرته نشو کولای شفاف اقدامات ولرو.جمهوررییس وویل، د ګمرکونو په برخه کې اساسی اقدامات تر لاس لاندې لرو. باید په ګمرکونو او عایداتی ادارو کې مقرری د ازادې سیالۍ له لارې وشی. همدارنګه په هېواد کې د اوبو بندونو پر جوړولو کار دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید