روزنامه هیواد

په کوټه کې پر جومات ترهګریز برید سخته مرګ ژوبله اړولې ده

دبلوچستان اىالت د کوټې په کلىواله سىمه پشتون آباد کې په ىو جومات کې بمی چاودنه شوې او دوه کسان یې شهیدان کړی او ۲۰ نور یې ژوبل کړی دی.پولىس واىی: دا چاودنه د پشتون اباد په رحمانىه جومات کې د جمعې له لمانځه لږه شېبه وړاندې شوې په جومات کې تر ۴۰ پورې کسان موجود وو.دکوټې دسول روغتون ته دوه جسدونه او ۱۵نور ژوبل شوی کسان وړل شوی  دی عىنی شاهدان واىی چې دا چاودنه دومره درنه وه چې خواوشا ودانۍ ىې هم لړزولې دی خو تر اوسه پولىسو ىا انتظامی چارواکو نه ده واضح کړې چې دا بمی چاودنه وه که ځانمرګى برىد.دبلوچستان اعلى وزىر جام کمال خان د دې پېښې غندنه کړې او د پېښې په اړوند ىې راپور غوښتى دى،اعلى وزىر دخواخوږۍ پىغام کې وىلی چې په روژې مبارکه مىاشت کې پر جومات داسې ترهګر برید د انسانىت خلاف عمل دى او حکومت به د دې پېښې ترشا ښکیلو خلکو ته سخته سزا ورکړی.

د روانې مې په شپږمه په  پاکستان کې د روژې مىاشتې له پىل راپدېخوا تر اوسه دا د ترهګرۍ پنځمه پېښه ده.له دې وړاندې د مې په ۱۳مه د کوټې په سىټلائټ ټاوڼ کې د پولىسو پر موټر بمی برىد کې څلور پولىس وژل شوی او د دوو پولىسو په ګډون نهه تنه نور ژوبل شوی وو. همدا رنګه د مې په درېـیمه دبلوچستان په ګوادر سىمه کې په ىو هوټل د ترهګرو برىد کې پنځه کسان وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوی وو ، په نښته کې ۳ ترهګر هم وژل شوی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید