روزنامه هیواد

په کونړ کې ۴۰ سلنه ځنګلونه وهل شوی

ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دی، چې د نورو په پرتله زیات ځنګلونه لری چې شااوخوا یو میلیون او درې سوه زره هکتاره مځکه یې نیولې ده.په تېرو درېیو لسیزو کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له خوا دغه ځنګلونه د برقی ارو په وسیله پرې شوی، په قاچاقی ډول پاکستان او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته وړل شوی، چې اوس هم د ځنګلونو وهل په یو شمېر سیمو کې دوام لری، د همدې ځنګلونو له وهلو سره د چاپېریال ښکلا کمه شوې ده.د افغانستان په اساسی قانون کې راغلی چې د ځنګلونو ساتل او بیارغول د ولسونو او دولت ګډه دنده ده، چې په دې وروستیو کې د یادو ولایتونو قومونو د ځنګلنو په وهلو بندیز لګولی دی.

د پکتیا اوسېدونکی انورخان صدیقی وایی:

(( مخکې یې  له ځنګلونو سره بې پروایی کوله، بې موجبه او ډېر په ظلم سره به یې پرې کول او ځنګلونو ته به ډېر زیان رسېده، اوس ولسونو او قومونو هغه پخوانی تړون ته مخه کړې چې د ځنګلونو د  ساتلو لپاره اربکیان نیسی، هغوی له ځنګلونو ساتنه کوی، هغه کسان چې ځنګلونه وهی، د هغوی مخه یې نیولې، ډېر سخت قانون روان دی، هر څوک چې یوه ونه ووهی، یایې څانګه پرې کړې، هغوی ته جرمانه ټاکل شوې ده))

نورستان هم د ډیورنډ پر کرښه پروت ولایت دی، خو د یاد ولایت اوسېدونکی وایی، چې دوی خپل ځنګل ساتلی او تراوسه یې هېڅ چا ته د ځنګل وهلو اجازه نه ده ورکړې.

د نورستان د چاپېریال ساتنې ادارې کارکوونکی میر زمان امین وایی:

(( دلته په داسې شکل ځنګل نه وهل کېږی چې یا نورو ولایتونو ته انتقال شی او یا هم پاکستان ته قاچاق شی، یوازې د خلکو د آبادۍ د اړتیا په نظر کې نیولو سره وچې او له ودې وتلې ونې پرې کېږی، دغه ونې چې څه وخت پرې کېږی، د شورا پلاوی او د زراعت یو کس به ورسره وی، بې له دې هېڅ څوک ونه نشی وهلی))د نورستان په ګاونډ کونړ کې د پکتیا، خوست او پکتیکا او ننګرهار په څېر په تېرو درېیو لسیزو کې په زرګونه هکتاره مځکه ولاړ ځنګل وهل شوی او په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې اوس هم ځنګل وهل دوام لری.د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ  د چارو رییس انجنیر انعام الله ساپی وایی: په تېرو شااوخوا درېیو لسیزو کې د یاد ولایت ۴۰ سلنه ځنګلونه وهل شوی ،چې ورسره شنې سیمې په سپېرو دښتو بدلې شوی او په یادو ځنګلونو کې مېشتو ځنګلی ژویو هم ترې نورو ځایونو ته کډې کړی دی.ساپی وړاندې وویل:

(( په دې تېرو درېیو لسیزو کې په کونړ کې په سلو کې ۴۰ سلنه ځنګل وهل شوی ، کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پای ته رسېدلی، له هغه وروسته زموږ د ارقامو مطابق ۲۵ میلیونه فوټه مکعب لرګی له کونړه وتلی او د ځنګلونو په پرې کولو سره ځنګلی ژوی په سلو کې اویا یا له منځه تللی او یا د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوی ، موږ په کونړ کې پخوا ډول ډول ځنګلی ځناور او مرغان درلودل چې اوس هغه په نظر نه راځی))

دی وایی: دوی د وهل شویو ځنګلونو د بیارغولو لپاره د غوزانو په زرګونه نیالګی نال کړی دی.

ساپی زیاته کړه:

(( موږ هڅه کوو چې د وهلو ځنګلونو په ځایونو کې داسې ونې کښېنوو چې ژر غټې شی او حاصل ورکړی، لکه د چهار مغزو یا غوزانو ونې، که د خلکو جیبونو ته له ځنګله ژر ګټه ورسېږی، نو زه یقین لرم ،چې بیا به څوک ځنګل ونه وهی، بلکې د ځنګل په بیارغونه کې به خپل مصارف هم وکړی، موږ ۵۰۰۰۰ د غوزانو نیالګی په دانګام، وټه پور، اسمار او ماڼوګی ولسوالۍ کې نال کړی))

ساپی وایی: د ځنګلونو له وهلو سره نه یوازې دا چې ژوندیو موجوداتو ته زیان رسېږی، بلکې اقلیم ورسره هم بدلېږی چې دا خپله د انسانانو او نورو ژویو ژوند ګواښی.د نورو ولایتونو د مسوولینو په څېر د کونړ چارواکی هم وایی، چې د ځنګلونو د بیا احیا او د چاپېریال د زرغونولو لپاره ګڼ پلانونه لری او یو شمېر یې پلی کړی ، خو خلک وایی ،چې له ټولو لومړی باید د ځنګلونو د وهلو او د هغو د قاچاقو مخه ونیول شی.د کونړ والی عبدالستار میرزکوال د خلکو د یادې غوښتنې په اړه وویل:

(( موږ په ولایت کې ټولو اړوندو برخو ته امر کړی چې په خپل توان او قوت باید د ځنګلونو د وهلو او د وهل شویو لرګیو د انتقال او قاچاق مخه ونیسې، هر څوک چې د لرګیو قاچاق کوی، موږ یې په وړاندې جدی مبارزه کوو))

د چاپېریال ساتنې پوهان وایی: څوک چې د ځنګلونو ساتنه کوی، په حقیقت کې هغوی خپلو ځانونو ته د پاکې هوا جوړولو فابریکې فعالې ساتلی او څوک چې ځنګلونه له منځه وړی، هغوی ازاده هوا ختموی او د ځانونو د وژلو لپاره لار پرانیزې، نو هر وګړی ته په کار ده چې په خپلو سیمو کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوی ترڅنګ د وطن د لاښکلا او زرغونولو لپاره د بوټو او نیالګیو نالولو ته ځانګړی پام وکړی، ځکه چې دې کار ته د اسلام مقدس دین جاریه صدقه ویلې ده.                            روح‌الله انوری

ممکن است شما دوست داشته باشید