روزنامه هیواد

په کونړ کې ښځینه سرتېرې وستایل شوې

د کونړ په مرکز اسعد آباد کې فعالو مېرمنو د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملی ورځې په پار ښځینه سرتېرې وستایلې.دوی د هېواد د مځکنۍ بشپړتیا دفاع د هر افغان دنده وبلله او د امنیتی ځواکونو د هڅونې او ستاینې په پار یې امنیه قوماندان، ښځینه سرتېرو او افسرانو ته د ګلونو هارونه ور په غاړه کړل. په دې ستاینغونډه کې د کونړ د والی مرستیالې برېښنا شېرزۍ وویل، چې ښځو د ټولنې مهم قشر په توګه د هېواد په آزادۍ، آبادۍ او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی، قربانی یې ورکړې او لا هم دغه لړۍ دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید