د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په کونړ کې سلګونه هکتاره مځکه کرنیزه شوه
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایی، د کونړ سېند پر غاړه یې د سېلابونو د مخنیوی لپاره د استنادی دېوالونو په جوړېدلو سره ۱۸۰۰ سوه هکتاره مځکه کرنیزه شوې ده.د دې وزارت ویاند فریدون آژند وایی: د دې پرژوې له ګټې به شاوخوا ۷۵ زره کسان برخمن شی.نوموړی وایی: د دې پروژې ټول لګښت ،چې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کېږی له دولتی بودجې ورکول شوی دی.د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه استنادی دېوالونه ۱۶ کیلو متره اوږد والی لری چې کار یې کال وړاندې پیل شوی وه او نږدې څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.کونړ یو کرنیز ولایت دی، چې ډېر ځله د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د کروندګرو مځکې او کښتونه زیانمنېږی.د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایی، د دغه استنادی دېوالونو په جوړېدو سره به کروندې خوندی، حاصلات ښه او کروند ګر د تاوانونو پر ځای ګټې ته کېنی.