روزنامه هیواد

په کونړ کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دی

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپار یې د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړی دی، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړی، ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو سږنی کچه تر پنځه سلنه زیاته شوې ده.کونړ کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی، چې دا مهال لسګونه کسان په کې په کار بوخت دی او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړی.د کونړ د کرنې رییس ضیاء الرحمن مومند وایی، چې په دې ولایت کې د شاتو د تولیداتو کچه کال تر بلې زیاتېږی، ده ووېیل: (( په کونړ کې خلک شاتو مچیو روزنې ته مخه کړې، او کال تر بلې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنی زیاتېږی، چې ورسره ددې ولایت د شاتو تولیدات هم په زیاتېدوی، د تېرکال په پرتله سږکال د شاتو تولیدات پنځه سلنه زیات شوی دی.))ښاغلی مومند ووېیل، چې دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې ۶۸ بابه د شاتو مچیو لوی او واړه فارمونه جوړ شوی، چې دکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دی.دا مهال ددې ولایت فارمونو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۵۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دی.یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوی، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچی، کریچی ګل، سپېرکۍ،شړشم ګل، شفتل ګل او پلوڅه دی، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لری.د کونړ په ولایت کې د شاتو مچیو روزنې ټولنه هم شتون لری او ددې ولایت د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د کرنې ادارې د کارکوونکو له خوا لارښوونې کېږی، ترڅو په فنی او مسلکی توګه خپلې چارې مخته یوسی.د کونړ د شاتو مچیو فارم لرونکی هم وایی: د شاتو په تولید کې یې هرکال زیاتوالی راځی، چې سږکال هم د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ شوی دی.په کونړ کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړی، چې دلته یې روزنه وکړی او ترې ښه عسل تر لاسه کړی.په دې لړ کې لسګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید