روزنامه هیواد

په کورونو کې د معتادینو درملنه پر نېشو د بیا اخته کېدو لامل ګرځی

له روغتیایی مرکزونو پرته په کورونو کې د معتادینو درملنه پر نېشو د بیا اخته کېدو لامل ګرځی. له دې ډلې یوهم کمال دی، چې د کورنۍ مشر زوی او نېشې یې د نورو زیانونو تر څنګ د کورنۍ پر وړاندې د مسوولیت حس فلج کړی او په کورنۍ کې یې اعتبار هم کم شوی دی. کمال د خپلې هغې ورځې په اړه کیسه کوی ، چې کورنۍ یې په ځنځیرونو تړلى او په زوره یې په کور کې د نېشې پرېښودلو ته اړ ایستلى و.

دی وایی: کله چې مې څوارلسمه ورځ وروسته سترګې را رڼې کړې، نو په یوه کوټه کې پروت وم او په دواړو لاسونو کې مې سیرم بند وو، اعتیاد د انسان په ذهن کې عقده پیدا کوی،  چې څنګه تر تا کشر ورور ستا پر وړاندې درېږی او په پښو کې دې ځنځیرونه در اچوی، داسې معتادین مې لیدلی چې دوه میاشتې یې په لاسونو او پښو کې ولچک او ځنځیرونه بند وو، خو کله چې یې دوه میاشتې وروسته خلاص کړل، بېرته یې نېشو ته مخه وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښیی ، کله چې یو څوک د معتاد درملنه کوی، باید کافی معلومات او مهارتونه ولری، له دې پرته پر خپل سر د درملو استعمال د معتادینو درملنه له ستونزو سره مخ کوی. د عامې روغتیا وزارت دنېشه یی توکو د غوښتنې دکمولو رییس شاه پور یوسف آزادۍ راډیو ته ویلی: ځینې کورنۍ د شرم یا نورو عواملو له مخې نه غواړی چې خپل معتاد د درملنې لپاره روغتیایی مرکز ته بوځی.

ده زیاته کړه: په کورونو کې معتاد په یخو اوبو لمبوی، چې دا کار نه له طبی او نه هم له انسانی او اخلاقی معیارونو سره برابر دی، کله چې موږ  پر معتاد نېشه یی مواد بندوو، نو په هغه کې سنډروم راځی، په دې صورت کې له بې خوبۍ، اسهال، خواګرځۍ او د بدن له درده نیولې بیا تر ذهنی اختلالاتو پورې خبره رسېږی چې موږ د ځینو درملو په واسطه د دې اعراضو درملنه کوو. دا مهال د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د غیر دولتی مرکزونو تر څنګ د معتادینو د درملنې لپاره ۸۶ دولتی مرکزونه هم فعالیت کوی.

ځینې معتادینو وایی، چې دې روغتیایی مرکزونو ته د مراجعې پر مهال یې منفی ځواب تر لاسه کړی او له همدې امله یې بېرته خپلو نېشو ته دوام ورکړی دی. ​د ابن سینا زر بستریز روغتون مرستیال ډاکټر واحدالله کوشان وایی ، چې د معتاد درملنه یوازې د اعتیاد پرېښودل نه دی، باید معتاد سپورت وکړی او د دې تر څنګ تعلیمی او روانی فعالیتونه هم ولری،  چې په کورونو کې د دې آسانتیاوو برابرول امکان نه لری. ده وویل: اعتیاد یوه ناروغی ده، چې درملنه او پرېښودل یې په کور کې ممکن کار دی، خو دا ډول درملنه دومره ګټوره نه ده، ځکه چې د معتاد په وجود کی د نېشو اغېزې، زیانونه، روانی او جسمی ستونزې پاتې کېږی چې د دې ستونزو مدیریت باید د مسلکی شخص له خوا وشی، باید معتاد ته مهارتونه ور وښودل شی چې بېرته عادی ژوند ته را وګرځی، په دې صورت کې د اعتیاد پرېښودل امکان لری، خو په نېشو باندې د بیا اخته کېدو چانس یې ډېر دی. د افغان حکومت او ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډې څېړنې ښیی ، چې په افغانستان کې څه د پاسه دوه لکه کسان په مستقیم ډول نېشه کوی، نو که د معتادینو دومره ډېر شمېر ته وګورو، ویلای شو چې د درملنې اوسنی مرکزونه کفایت نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید