روزنامه هیواد

په کندوز کې له غىر مسوولو وسله والو وسلې اخیستل کېږی

د کنددز ولاىت سىمه ىىز چارواکی وایی: غىر مسوول وسله وال د ىوشمېر سىمو د ناامنه کولو ترڅنګ د سړی تښتونو او نورو جنایې جرمونو کې لوى لاس لری او خلک د دوى له ځورولو څخه سخت په تنګ راغلی دی.د کندوز امنىه قوماندان جنرال عبدالباقی نورستانی وایی، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا ورته جدی امر شوى چې په سىمه کې د خپلسرو وسله والو مخه ونىسی او وسلې ورڅخه راټولې کړی. نوموړی زىاته کړه: (( د دې ولاىت په کچه د غىر مسوول وسله والو کابو ۱۴۳ تنه لوى او واړه قوماندانان حضور لری او بىا هر قوماندان ځان ته ۵ مىله، ۱۰ مىله او له دې زىاتې وسلې لری او موږ پلان لرو ،چې له دغو ډلو څخه وسلې راټولې کړو او داسې راپورونه هم موږ ته راغلی چې ىوشمېر غىر مسوول وسله وال په اختطافونو، وسله والو غلاو او په داسې نورو پېښو کې لاس لری.))له دې سره سم د کندوز ولاىتی شورا هم وایی ،چې عام خلک د غىر مسووله وسله والو له بېځاىه ځورونو او خپلسرىو څخه سخت په تنګ راغلی او باىد دغه خپلسری وسله وال بې وسلې شی.د کندوز د ولاىتی شورا مرستىال صفی الله امىری هم په دې اړه آزادۍ راډىو ته ووىل:(( په اکثرو بې بنده بارىو کې دغه غىر مسوول وسله وال لاس لری او خلک هم له دغو وسله والو څخه په تنګ راغلی دی او باىد سىمه ىىز چارواکی د ولسمشر امر پلى کړی او دغه خپلسری وسله وال بې وسلې کړی.))له بل لوری د کندوز ىوشمېر مدنی فعالان هم وایی، چې د وسله والو مخالفىنو ترڅنګ په دې ولاىت کې د غىرمسوول وسله والو شتون د عامو خلکو او دولت لپاره ىو لوى سرخوږى دى.د نوموړی ولاىت ىوې مدنی فعالې مرضىه رستمی په دې اړه وایی: (( د وسله والو مخالفىنو صف معلوم دى، خو غىرمسووله وسله والو بىا د دولت تر واک لاندې سىمو کې حضور لری او پر غىر قانونی فعالىتونو لاس پورې کوی، نو دولت باىد د دغو خپلسرو ډلو پر وړاندې جدی اقدام وکړی.))په ورته وخت کې د دې ولاىت ګڼ شمېر عام خلک هم د غىر مسوول وسله والو له خپلسرىو څخه سر ټکوی او پر دولت غږ کوی چې د دغو خپلسرو وسله والو مخه ونىسی.د دې ولاىت ىو اوسېدونکى سىدرحمان په دې اړه وایی:​((موږ د دغو خپلسرو وسله والو له خپلسرىو څخه سخت په تنګ ىو، د خپل کار او بار ته رسېدنه نه شو کولاى او له خلکو څخه باج او عشر اخلی او خلک د خپل ژوند ته په کراره نه پرېږدی.))د ىادونې وړ ده چې دا لومړى ځل نه دى ، بلکې له دې وړاندې هم د کندوز د بېلابېلو سىمو خلکو د خپلسرو ټوپکىانو له بېځاىه ځورونو او خپلسرىو څخه په وار، وار شکاىتونه کړی و، خو خلک وایی ،چې لا تراوسه  په دې ولاىت کې د دغو ډلو پروړاندې دولت کوم جدی اقدام نه دى کړى.

ممکن است شما دوست داشته باشید