روزنامه هیواد

په کندوز کې د زعفرانو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

په کندوز کې په‌دې وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت دود شوی او دغه نبات د یو شمېر بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.د کندوزد علی‌آباد ولسوالۍ بزګر محمدالله وایی، چې له درېیو کلونو راهیسې یې د زعفرانو کښت ته مخه کړې او له همدې لارې د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کوی: (( زعفرانو په کندوز کې ښه نتیجه ورکړې او موږ د دې نبات له حاصلاتو راضی یوو، زموږ راټول شوی زعفران په کندوز او د هېواد په نورو ولایتونو کې پلورل کېږی.)) نوموړی زیاتوی ،چې تېر کال یې له یو جریب مځکې څخه ۶۰۰ ګرام خالص زعفران ترلاسه کړی وو.په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر نور بزګران هم د زعفرانو له کښته خوښ دی او زیاتوی، چې د دې بوټی په کارولو سره د دوی په اقتصادی وضعیت کې هم مثبت بدلون راغلی دی.له دې سره سم په نوموړی ولایت کې د زعفران کارانو د ټولنې مشر جمعه خان حکیمی هم وایی ،چې په‌دې وروستیو کلونو کې د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې د زعفران کښت وده کړې او د دې ولایت زعفران له ښه کیفت څخه برخمن دی. دی وایی:((د زعفرانو کښت د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې خورا وده کړې، د پخوا په پرتله د زعفرانو نرخ هم لوړ شوی او د بزګرانو لېوالتیا هم د زعفران کښت ته زیاته شوې.)) بل‌خوا د کندوز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ وایی، چې په‌دې ولایت کې زعفرانو ښه نتیجه ورکړې او بزګران هم د دې نبات له محصولات څخه راضی دی.دی وایی: ((کندوز یو حاصل‌خېزه ولایت دی، زموږ بزګرانو تېرکال له نیم جریب مځکې څخه په اوسط ډول تر ۳۰۰ ګرام با کیفیت زعفران ترلاسه کړی او فعلاً یو ګرام خالص زعفران په بازار کې له ۳۰۰ نېولی تر ۵۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږی )) د کندوز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې په ‌دې وروستیو کې کلونو کې په‌ دې ولایت کې د زعفرانو کښت ۵۰ سلنه وده کړې او دا مهال د نوموړی ولایت په خان‌آباد، قلعه‌ذال، چهاردرې، امام صاحب، دشت ارچی او علی آباد ولسوالیو کې زعفران کرل کېږی او بزګر هم د دې بوټی له حاصلاتو څخه خوښې څرګندوی. اجمل ارین-کندوز

ممکن است شما دوست داشته باشید