روزنامه هیواد

په کندهار کې وژنې او د ملکی وګړو د کورونو لوټل!؟

په کندهار کې د طالبانو له خوا د ملکی کسانو وژنې او د هغوی د کورونو لوټلو مسئلو په کور د ننه او نړیواله کچه سختې اندېښنې را پورته کړې دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د سولې په ځای جګړو او بریدونو ته زور ورکړی او ګڼ ځایونه او عامه تاسیسات یې له نیولو وروسته ویجاړ کړی دی. همدا رنګه طالبانو په تېرو شپاړسو کالو کې د هېواد د پرمختګ او بیارغاونو کارونو مخه نیولې او په ټول وس د پرمختګ او هوساینې خنډ ګرځېدلی دی. د بېلګې په توګه د کابل ـ کندهار او همدا رنګه نورو لویو لارو پاخه سړکونه یې پر بمونو الوزولی، پلونه او پلچکونه یې نړولی او آن د ښوونځیو او روغتونونو پر ودانیو یې هم بریدونه کړی دی.د خلکو او عامه تاسیساتو له ودانیو د جګړې د سنګر په توګه کار اخیستل، د هغوی ډېرې ناوړې کړنې دی. لومړی خو به د افغانستان په وړاندې د هغوی جګړه د کورنیو او اسلامی نړۍ دینی عالمانو له خوا په پرله پسې توګه مردوده او ناروا بلل شوې، خو له بلې خوا دا جګړه بشری جنایتونه هم زېږوی او افغانانو ته یې ګڼ زیانونه اړولی دی. په نړیواله کچه د طالبانو وروستیو کړنو ته سخت غبرګونونه ښکاره شوی دی. په دې اړه څو ځله نړیوالې اندېښنې ښکاره شوې، چې باید طالبان له عامه تاسیساتو ورانولو لاس واخلی، خو اوس داسې رپوټ ورکړل شوی، چې په کندهار کې طالبانو لومړی خلک له کوره ایستلی او بیا یې د دولتی کس په پلمه وژلی او کورنه لوټلی دی!؟ د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی چې طالبانو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته ملکیان وژلی او د خلکو مالونه یې لوټ کړی دی. دغه کمېسیون اعلام وکړ چې د سپین بولدک د قتلونو په اړه د دوی څېړنو وښوده چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کسان، چې په جګړه کې یې برخه نه لرله، له کورونو ایستلی او وژلی دی.د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور پر اساس، ډېر کسان وروسته له دې وژل شوی چې د سپین بولدک له سقوطه وروسته افغان ځواکونو د دې ولسوالی د بېرته نیولو هڅه وکړه او ګڼ خلک یې هرکلی ته راووتل. د رپوټ ادعا دا ده، چې طالبانو په همدې جرم دا وګړی وژلی او د هغوی کورونه یې لوټلی، چې د دولتی کسانو د ورتګ هرکلی یې کړی دی؟؟؟

د دغه کمېسیون د څېړنې پر اساس، طالبانو د عامو خلکو، پخوانیو او اوسنیو دولتی کارکوونکو شتمنۍ هم لوټ کړې دی. دغې ادارې په افغانستان کې له ښکېلو خواوو په ځانګړې ډول له طالبانو غوښتی چې د ملکی وګړو د حفاظت او جسمی تمامیت په هکله په قانونی مکلفیتونو عمل وکړی او د غچ اخیستونکو بریدونو، د دولتی او عام او خصوصی تاسیساتو له تخریبولو ډډه وکړی.وروسته له دې چې د سرطان په ۲۳ مه طالبانو سپین بولدک ولسوالی ونیوله، راپورونه خپاره شول چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې ۴۰۰ تنه وژلی یا نیولی دی. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی د دوی موندنې ښیی چې دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پېژندنې وروسته خلک له خپلو کورونو ایستلی او وژلی دی. د دغه کمېسیون له لوری په خپاره شوی بیان کې راغلی چې په سپین بولدک کې د طالبانو له خوا د ملکی کسانو وژنه، د نړیوالو بشرپالو حقونو ښکاره نقض او جنګی جنایت دی.دغه بنسټ وایی چې ددغه رپوټ موندنې د ((محلی باخبرو او معتبرو سرچینو)) د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره د مرکو او د عینی شاهدانو د سترګو لیدلی حال په اساس برابر شوی دی.همدا رنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم په کندهار کې د جګړو پر پراخېدو او د ملکی وګړو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه کښلی چې په تېرو دوو اوونیو کې (د جولای له شپاړسمې) په کندهار کې ګڼ شمېر کسان وژل شوی او ۲۳۰ تنه ملکیان ټپیان شوی او کېدای شی چې حقیقی شمېر تر دې ډېر وی.موږ پر ملکی وګړو بریدونه او د هغوی شتمنیو لوټل غندو، دا بشری جنایتونه دی او د دې حساب او کتاب هرو مرو کېدونکی دی، دا کړنه که د هر لوری له خوا وی، غندو یې او عاملانو ته یې جزا غواړو. ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه باید لاس په کار شی او د دې ناوړو اعمالو مخه ونیسی او د هر چا له خوا چې کېږی، باید پرې فشار راوړی او جزا یې ورکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید