روزنامه هیواد

په کندهار کې درې سوه پنځوس بستریز روغتون  پرانیستل شو

په کندهار کې درې سوه پنځوس بستریز روغتون  پرانیستل شو . په دې روغتون کې  دجراحی ،  داخله ، ماشومانو او  ولادی اونسایی  څانګې شتون لری او ټاکل شوې ده ، چې ډېر ژر د سرطانی ناروغیو د درملنې لپاره  ځانګړی برخه هم په کې  جوړه شی .   دغه روغتون چې داوسنی نړۍ  په ډېرو پرمختللو طبی وسایلو سمبال دى  د دولت له بودجې څخه  د شپږ سوه لسو میلیونو افغانیو په لګښت  جوړ شوى .  د دې روغتون تاسیسات په څلورو پوړونوکې دی او د نړۍ دروغتونونو داړتیا وړ  ټولې برخې  لری .  دعامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ددغه روغتون دپرانیستلو په وخت کې په داسې حال کې،  چې دجمهور رییس یوشمېر سلاکارانو او دکابینې  او پارلمان یوشمېر غړو شتون درلود باختراژانس ته وویل:له دغه روغتون څخه  دکندهار تر څنګ  د هلمند ، اروزګان او زابل په ګډون  د نورو جنوبی ولایتونو ناروغان هم  کولاى شی  ګټه واخلی .   دعامې روغتیا  دوزیر دڅرګندونوله مخې ،  په دې روغتون کې ځوان اومجرب  ډاکتران  ګومارل شوی ، چې د مدیریت او دناروغانو د درملنې په برخه کې  لوړه ځواکمنی لری . دغه روغتون  په یوسلو اووه دېرش  جریبه  مځکه کې جوړ شوى او په کې شنه ساحه او د ناروغانو او پایوازانو لپاره  څوکۍ شته . تراوسه په کندهار کې میرویس  روغتون،  د هېواد په جنوب کې په لوړو امکاناتو  سره د درملنې یواځنى ستر مرکز و او اوس دغو دوو روغتونونو په دې جغرافیا کې دناروغانو د درملنې لپاره  زیاتې هیلې  پیداکړی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید