روزنامه هیواد

په کابل کې ډېرى د تېلو پمپونه د قانون خلاف جوړشوی

بی بی سی موندلې چې په کابل ښار کې تر نىم ډېر د تېلو ټانکونه د قانون خلاف جوړ شوی او بې معىاره دی. په دې وروستىو کې د کابل ښار درېىم مکرورىانو سره د عبدالحق څلور لارې په څنګ کې په ىوه پترول پمپ کې اور نږدې استوګنځی کې څو کسه ووژل او ځىنې یی ژوبل کړل.کابل ښار چې پنځه مىلىونه نفوس لری او شاوخوا ىو مىلىون موټر په کې چلېږی، ور سره سم تر حد زىات د تېلو او ګازو پمپونه هم په کې جوړ شوی،  چې په پلازمېنه کې یې ژوند له خطره ډک دى.د قانون پر بنسټ د تېلو د ټانک او د استوګنځىو تر منځ باىد زر متره واټن وی، خو په ډېرو سىمو کې د دې پمپونو څو زره لتره اور اخىستونکې زخىرې له استوګنځىو ىوازې ىو دىوال واټن لری.د کابل د اور وژنې پخوانى کارمن او کارپوه انجنیر شراف الدىن اکبری وایی: ((د تېلو دا ډول پمپونه چې څنګ ته یې ګاز سټىشن هم جوړ شوى، د اوسېدو کورونه، سوداګرىز مارکېټونه او تحصىلی بنسټونو ىې څنګ ته آباد دی، دا د اور وژنې د نورمونو پر بنسټ مطلق بې قانونه دى))د نوموړی په خبره، دا تر بم هم ډېر خطر لری، ځکه د سلګونو خلکو ژوند یې په خطر کې اچولى دى:(( ټول د تېلو او ګازو ټانګونه چې په ښار کې څنګ پر څنګ جوړ ، باىد له ښار څخه بهر و لىږدول شی، ځکه د خلکو ژوند او مال یې په خطر کې اچولى))

په کابل کې نږدې ۴۰۰ د تېلو ټانکونه شته چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې خصوصی دی.ډېرى دغه پمپونه د ىو شمېر زورواکو او چارواکو دی.ىوې حکومتی سرچىنې د امنىتی دلاىلو له امله له نوم پرته بی بی سی ته وىلی،  چې ىوازې ىو حکومتی چارواکى په کابل کې شاوخوا ۵۰ دتېلو ټانکونه لری.د قانون پر بنسټ دغه پترول پمپونه باىد په هر لتر تېلو ۲۰ پوله د مالیې په ډول حکومت ته ور کړی.د دغې سرچىنې په خبره، د دغو ټانکونو زورور څښتنان نه ىوازې دا چې دغه مالىه نه ور کوی ،بلکې په دوى پورې تړلی وسله وال آن حکومتی چارواکی هم دغو پمپونو ته نږدې لا نه پرېږدی.د افغانستان د ګازو او تېلو اداره هم د کابل وروستی اور او ورته احتمالی پېښو ته اندېښمنه ده.دا اداره هم دا نه رد وی، چې دغه ډېرى ټانکونه بې معىاره جوړ شوی دی.د دې ادارې مرستىال مصطفى خلازى وایی،  ىو نوى طرزالعمل ىې جوړ کړى، چې په پلی کېدو سره به ىې دغه حالت کې جدی بدلون راشی:(( هغه چې له نوې پرېکړې او طرزالعمل مخکې جوړ شوی ، هغه کېداى شی د پخوانی مېکانىزم پر بنسټ سم وی، خو ىو شمېر بىا د نوی طرزالعمل پر بنسټ نه دی برابر، چې باىد تغیىرات په کې راوړل شی. حد اقل تخنىکی تغىیرات))دوى له حکومته غواړى چې په استوګنځىو کې د دغه ډول ټانکونو فعالىت بند کړی.د اعتراض کوونکو استازى حاجى ځىرک غوښتنه کوی چې په ښار کې له استوګنځىو پترول پمپونه په ځانکړی ډول د ګازو پمپونه لرې کړی:((په قانون کې روښانه دی، چې د تېل ټانک او د استوګنځىو تر منځ باىد څومره واټن وی. دغه فاجعه چې په عبدالحق څلورلارې کې رامنځته شوه باىد د ښار په نورو سىمو کې پېښه نه شی او دغې موضوع ته دې دولت جدی پام وکړی.))د خوندىتوب د مساىلو پر بنا پنځه ادارې د تېلو د ټانکونو د فعالىت جواز تاییدوی.که څه هم له تېرې ىوې نىمې لسىزې را هىسې په پلازمىنه کې خورا ډېر د تېلو ټاکنونه جوړ شوی ، خو هېڅ داسې نمونه نشته چې وښیی د معىار نه پوره کولو له امله د تېلو کوم پمپ تړل شوى دى، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونې او د تېلو د ټانکونو د ټولنې استازى حسىب رحىمی دا ردوی ، چې اکثره د تېلو ټانګونه بې معىاره او بې قانونه دی:((که تاسې په کابل ښار کې په پترول پمپونو کې د اور تارىخ ته وګورئ. په تېرو لسو کلنو کې تر ټول کم اور په کې لګېدلى دى، آن هغه پترول پمپونه چې په ښار کې بې معىاره جوړ دی هلته لا هم د خوندىتوب ټول وساىل چې د اور وژلو لپاره په کار دی په پام کې نىول شوی دی.))په تېره ىوه نىمه لسىزه کې د تېلو کاروبار په افغانستان کې ىوه ډېره ګټوره سوداګری بلل کېږی.اور اخىستونکی مواد په ځانکړی ډول اوبلن ګاز چې غټ بالونونه یی د ىو بم سره پرتله کىداى شی، آن د افغانستان د ډېرو ښارونو په عادی دوکانونو کې پلورل کېږی.د اور وژنی پوهان د اوسېدو په سىمه کې د اور اخىستونکو موادو ذخىره کول او پلور ىو جدی ګواښ ګڼی او وایی وړه اورخىستنه ممکن د کابل د مکرورىانو په ډول پېښه هر ځاى را منځته کړی.  احمد شاه انګار

ممکن است شما دوست داشته باشید