روزنامه هیواد

په کابل کې محدودىتونو د کسبګرو د ورځې مزدوری هم ختمه کړې

د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنىوی په موخه په کابل او ځىنو نورو ښارونو کې د لګېدلىو محدودىتونو تر ډېره هرکلى شوى، خو د ځىنو کسبګرو او مزدورکارو ګټه وټه هم ورسره بنده شوې ده.ىکشنبه په کابل کې د حکومت له لوری لګول شوی محدودىتونو جدی وو.امنىتی ځواکونه د ښار بىلا بىلو برخو کې ولاړ وو د سورلۍ موټر ىې تګ راتګ ته نه پرىښودل، خو په ټوله کې دغه چاره بىا د ښار مرکزی برخو کې ډېره څارل کېده.ان تر دې چې هغه کسانو ته هم اجازه نه ورکول کېده چې د کرونا وېروس د مخنىوی د کمېټې د اعلامىې له مخې ورته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوى وه.د پلازمېنې کابل ىو شمېر اوسېدونکی روان محدودىتونه ګټور بولی، خو ځىنې نور بىا وایی چې روان وضعىت ىې پر کار ىا مزدورۍ ناوړه اغىز کړى.

پلازمىنې کابل او ىو شمېر ولاىتونو کې داسې کورنۍ شته چې ورځ کار کوی او دشپې ډوډۍ لپاره پىسې پىدا کوی.شمس الله د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې مستری دى او وایی، دې ته اندىښمن دى چې په دې موده کې خپلې اووه کسىزې کورنۍ ته به ډوډۍ له کومه پىدا کوی.د کرونا وىروس د خپرېدو د مخنىوی په موخه به کابل او ځىنو نورو ښارونو کې محدودىتونه لګېدلی

خو د کابل والی محمد ىعقوب حىدری وایی د اړمنو او بې وزله کسانو د شمېر مالومولو او راجستر کولو کار روان دى او کېداى شی په نږدې وخت کې ورسره د مرستو لړۍ پىل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید