روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د یوې کورنۍ ۷ غړی څنګه ووژل شول؟

د کابل امنیه قوماندانی وایی: د یوې کورنۍ د ۷ غړو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوې دی.دغه پېښه وړمه شپه ۲ بجې هغه مهال وشوه چې د کابل ښار په جمال مېنه کې څو کسه وسله وال یوه کور ته ننوتل او ټول غړی یې په ډزو ،ووژل.د دغې کورنۍ یو غړى وایی:(( دوې خویندې یې راته شهیدانې کړې، یوه یې د اتو میاشتو امېدواره وه چې ماشوم وزېږوی، امنیت چېرې دى؟ آه خدایه! څه وکړم؟ تباه شوو، دوې ځوانې خویندې یې راووژلې! ))پلار، مور، دوې ناوې چې یوه د نهو میاشتو امېدواره وه او بلې غوښتل چې په دې ورځو کې د زېږېدو جشن ونمانځی، ټول ووژل شول.د دغه کور د ناوې خور وایی: ټوپکمارو د کور دوه ماشومان په ډېرې بې رحمۍ سره زندۍ کړل.

دې وویل:(( ماشومان یې زندۍ کړل، رحم یې پرې ونه کړ، نه پوهېږو چې دغه وحشیان څوک وو او دا کار یې ولې وکړ، دوه وروڼه په روغتون کې دی چې یو د کوما په حالت کې دى، غنی ولې د خلکو امنیت نه شې نیولى؟ 

ستا حکومت به څه کړو؟ د خلکو امنیت نه نیسی.))د دغې کورنۍ دوه هلکان چې په دغو پېښه کې ټپیان شوی، په روغتون کې بستر دی چې د یوه حالت نازک دى.د دغې کورنۍ یوه ناوې چې ژوندۍ نه ده، خو توانېدلې چې خپل ۳ میاشتینى زوى تر چپرکټ لاندې پټ کړی.اوس د دغو وژل شویو جسدونه په عدلی طب کې پراته دی چې له اتریش نه یې دوه وروڼه کابل ته راشی او د خپلې کورنۍ د مړو د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړی.د دغې کورنۍ خپل خپلوان له حکومته غواړی چې د پېښې عاملین د دې په مخکې په دار وځړوی.احمد چې د دغې کورنۍ له خپلوانو دى او په څو مترۍ کې ترې اوسېږی، وایی چې وړمه شپه یې د ټوپک ډزې واورېدلې، خو نه و خبر چې چا د ده د تره کور په ماتم بدل کړ.ده زیاته کړه:

(( هېڅ نه پوهېږم، له هېچا سره یې دښمنی نه لرله، غریبکار وو، د تره زامن مې عاجز خلک وو، څه نه شم ویلى، پولیس ولې کار نه کوی؟ کورنۍ داغ ولید، امنیت چېرې دی؟))د دغې کورنۍ دوستان او ګاونډیان وایی چې دوى له چا سره دښمنی نه درلوده او په خپله خوارۍ غریبۍ بوخت وو.

لا د دغو وژنو پټ اړخونه نه دی روښانه او نه هم دا معلومه شوې چې وژونکی څو کسان وو.خو د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یاده برخه کې د څېړنو د پیل خبر ورکوی او وایی چې د پولیسو لومړنۍ موندنې ښیی چې د دغې پېښې تر شا د مځکې پر سر کورنۍ لانجه وه.دى وایی:(( د پولیسو موندنې ښیی چې دا پېښه د شخصی ستونزو له امله رامنځته شوې ده، مخکې له دې دغې کورنۍ د کومې مځکې پرسر لانجه درلوده، له بده مرغه د دغې کورنۍ اووه غړی وژل شوی، لا یې په تور څوک نه دی نیول شوی او څېړنې په جدی ډول روانې دی.))

تېر کال یو شمېر وسله والو کسانو د کابل په ۵۰۰  فامیلۍ سیمه کې پر یوه کور حمله وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ لس غړی په ډزو ووژل.د کورنیو چارو وزارت په وروستیو څو ورځو کې د جنایی جرمونو یو شمېر طراحان ونیول، خو کابل ښاریان لا په دغه ښار کې د جنایی جرمونو له پراخېدو شکایت لری او کشفی او امنیتی ارګانونه په دې برخه کې پړه ګڼی.

ممکن است شما دوست داشته باشید