روزنامه هیواد

په کابل کې د کرونا له امله ( ناورین) رامنځته کېدو په اړه خبرداری

د کابل عامې روغتیا ریاست وایی، د خلکو له خوا د قرنطین ماتېدو په دغه ولایت کې د کرونا ویروس زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړی.یاد ریاست پر داسې مهال اندېښنه ښیی، چې د کوچنی اختر په رارسېدو سره د کابل ښار بازارونه پرانیستل شوی او د خلکو ګڼه ګوڼه زیات شوې ده.خلک هڅه کوی، چې په دغو ورځو او شپو کې د خپلو کورنیو د اړتیا وړ خوراکی توکی، جامې، وچې او تازه مېوې واخلی.خو د کابل روغتیا ریاست وایی چې د خلکو له خوا پر خپل سر د قرنطین ماتېدو د کرونا ویروس ناروغانو ته د دغه ریاست د سیدګۍ چارې له خنډ سره مخ کړی.یاد ریاست ویلی: (( د قرنطین په ورځو کې زموږ سیار ټېمونه توانېدلی و، چې د کابل ښار په هر برخه کې په یوه ساعت کې هر ډول عاجل ناروغ ته رسیدګی وکړی او د هغه نمونه واخلی، خو په ښار کې د وروستیو دوو ورځو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې چې زموږ هر ټېم د یوې نمونې د اخیستلو لپاره له ۵ ـ تر ۷ ساعتونه وخت ولګوی.))

د کابل روغتیا ریاست مسوولین وایی، چې په دغه ولایت کې افغان ـ چاپان ۵- بستریز روغتون هم ډک شوی او د نورو ناروغانو ځایولو ظرفیت هم نه لری.دغه ریاست همدارنګه ویلی، چې د کابل روغتیا ریاست یو شمېر کار کوونکی د کرونا ویروس علایمو د لرلو له امله خپلو کورنو کې قرنطین دی، چې په وینا یې پاتې پرسونل هم د کرونا ویروس ناروغانو ته د رسیدګۍ په برخه کې کافی نه بلل کېږی.دعامې روغتیا وزارت پرون ویلی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۶۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوی دی.دغه وزارت رسنیو ته په لېږل شوو معلوماتو کې ویلی چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۶۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۲۶۲ یې مثبت ثابت شوی دی.په دې سره په دغه هېواد کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۶۶۶۴ کسانو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت وایی چې کرونا ویروس تر دامهاله په دغه هیواد کې ۱۶۹ تنه مړه کړی او ۷۸۴ تنه بیرته ورڅخه روغ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید