روزنامه هیواد

په کابل کې د کاغذی پېژندپاڼو وېش بند شو

 ( دوشنبه، د کب ۱۸)  د احصایې او مالوماتو ملی ادارې مسوولین وایی: په کابل کې د کب له ۱۸مې وروسته د کاغذی پېژندپاڼو وېش بندیږی.دې ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دغه تازه اقدام د الکټرونیکی تذکرو د ښه خدمتونو وړاندې کولو، د خلکو د سرګردانۍ او د وخت له ضایع کېدو مخنیوی په موخه ترسره شوی دی.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نوې کاغذی تذکرې وېش، د مثنی تذکرې وېش، د سن اصلاح، نوم بدلول، نوم سمول، مدنی حالت بدلون، د شغل بدلول، ځای بدلول، انځور بدلول، د پولیس فورم، د تذکرې باطلول، بیاځلې ثبت، تخلص لیکل، د تابعیت پرېښودل، زده‌کړې او نور ټول خدمتونه له پرون دوشنبې وروسته بند شوی دی.خبرپاڼه وایی: ((  ټولې هغه کاغذی مشکوکې تذکرې ،چې د ادارو له لوری د تایید لپاره په رسمی ډول استول شوې او یا هم نور موارد ،چې په کاغذی تذکرو کې د مالوماتو بدلولو ته اړتیا لری، له دې وروسته الکترونیکی خدمتونو ته راجع کېږی.))د احصایې او معلوماتو اداره وایی: په کابل کې د الکترونیکی پېژندپاڼو ۲۵ څانګې فعالې دی او خلک کولای شی په آنلاین ډول د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو په برخه کې اقدام وکړی.دا په داسې حال کې ده، چې لا هم عام خلک د برقی تذکرو د اخیستو په اړه شکایتونه لری او وایی: د دغه تذکرو د مرکزونو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید