روزنامه هیواد

په کابل کې د نجونو د والیبال سیالۍ

په کابل کې د نجونو دښوونځیو تر منځ د والیبال سیالۍ رابعه لیسې وګټلې.په دغو لوبو کې د کابل د نجونو ښوونځیو ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبې ته یې د ثریا او رابعه لېسو لار ومونده. دغو دواړو لوبډلو نورو څوارلسو هغو ته ماتې ورکړې. د رابعه لیسې لوبډلې مسوولین وایی: اووه کاله د دغو لوبو جام ګټی.دا لوبې د افغانستان د پوهنې وزارت د بدنی روزنې ریاست او د ښوونځیو د روغتیا برخې په کابل کې د نجونو د شپاړسو ښوونځیو تر منځ جوړې وې، چې رابعه لیسې لومړۍ، سوریا دویم او درخانۍ لیسې درېیم مقام خپل کړ.د افغانستان د پوهنې وزارت مسوولین وایی: له دغو لوبو یې موخه د پوهنې وزارت د والیبال غوره لوبډلې جوړول دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید