روزنامه هیواد

په کابل کې د تجربی فلمونو فستیوال جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده وړمه ورځ د (( آوان ګارد، د افغانستان د تجربی فلمونو د لومړنی جشن)) د جایزو د ورکولو په غونډه  کې څرګنده کړه ،چې سیمناګران د هېواد د خلکو د غمونو او خوښیو د شېبو انځورګران دی.د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فرهنګی بنسټونو د یوشمېر مسوولینو او د سیمنا د هنرمندانو په ګډون د افغان فلم په تالار کې جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سینماګرانو فعالیتونه او نوښتونه وستایل.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د (( آوان ګارد، د افغانستان د تجربی فلمونو د لومړنی جشن)) د جوړولو په برخه کې د هېواد د سینماګرانو او د افغان فلم ریاست د کارونو قدردانی وکړه او ویې ویل، چې دا د تجربی فلمونو د جوړولو په برخه کې د پیل ګام دى.ده زیاته کړه: د افغانستان په شان ټولنو کې له ډول ډول تمایلاتو او په ولایتونو او د هېواد په ګوټ  ګوټ کې له ډېرې فرهنګی تنوع سره سره، بېلابېلې سیمه ییزې تجربې شته چې د تجربی فلمونو په جوړولو سره کولاى شو پرې خبر شوو.همدارنګه ډاکټر قاسم وفایی زاده د خلکو پر وړاندې د سینماګرانو د مسوولیت منلو او ښه احساس مننه وکړه او ویې وېیل: موږ په خپل هېواد کې پاتې کېږو، یو بل ته لاسونه ورکوو او افغانستان ته اغېزمن کار کوو.وروسته د هېواد د لومړۍ مېرمنې پیغام د هغې د دفتر استازې ولوست ،چې په کې د دغه جشن له جوړوونکو مننه شوې او څرګنده شوې ده چې د دغه شان پروګرامونو جوړول د هېواد د هنرمندانو فرهنګی بریالیتوبونه نندارې ته وړاندې کوی.دغه راز د لومړۍ مېرمنې په پیغام کې ټینګار شوى، چې د هېواد فلم جوړوونکی باید د هغو فلمونو پر جوړولو تمرکز وکړی ،چې د خلکو ترمنځ د هېوادپالنې حس رامنځته کوی او د هېواد اصیل فرهنګ منعکس کوی.په همدې ترتیب په دغو مراسمو کې د افغان فلم رییسې صحرا کریمی په خپلو خبرو کې د جشن په اړه معلومات ورکړل او ویې وېیل، چې په دغه جشن کې ٣۴ فلمونه سیالۍ ته وړاندې شوی دی چې تجربی لنډ فلمونه، انیمېشن او ویډیوکلیپونه په کې شامل دی.هغې ووېیل، چې په اوسنیو شرایطو کې د فلم د جشنونو جوړول ستونزمن کار دى؛ خو د هېواد  د یوشمېر سینماګرانو په همکارۍ افغان فلم د دغه جشن پر جوړولو بریالى شو او د فلم جوړوونکو او سینماګرانو د هڅونې او معرفی کولو په خاطر یې د دغه شان جشنونو جوړول مهم وبلل.وروسته د ژوری پلاوی په استازیتوب محمد منور زاده د هغو فلمونو د ارزونې د څرنګوالی په اړه، چې په دغه جشن کې سیالۍ ته وړاندې شوی دی؛ معلومات ورکړل. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او یوشمېر مسوولینو د تجربی لنډو فلمونو، انیمېشن او د ویډیوکلیپونو ګټونکو او دغه راز د دغه جشن بریالیو فلم جوړوونکو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړې.د پروګرام په پاى کې د هغو فلمونو ځینې برخې چې په یاد جشن کې یې جایزې ګټلې دی؛ نندارې ته وړاندې شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید