روزنامه هیواد

په کابل کې د امرىکا سفىر: طالبان له افغان حکومت سره هېڅ ډول خبرو ته نه دی حاضر شوی

په کابل کې د امریکا سفىر وایی: طالبانو له افغان حکومت او افغان ټولنې سره د هغو مسایلو په اړه تر اوسه خبرو ته جدیت نه‌دى ښودلى چې ىوازې افغانان پرې په خپلو کې پرېکړه کولاى شی.جان بس وایی: له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په وروستىو خبرو کې یوازې په‌دې مورد کې یو څه پرمختګ شوى چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه‌کارېږی.ده زىاته کړه:(( له بده‌مرغه موږ په نورو مواردو کې پرمختګ نه‌دى کړى لکه دا چې د تاوتریخوالی د پاى ته رسېدو ىا د اوربند په اړه د افغانانو غوښتنه. دې ته تر اوسه سترګې په لاره ىو چې طالبان په جدیت سره له افغان حکومت او افغان ټولنې سره خبرو ته چمتو شی، چې هغه مساىل حل کړی چې یوازې افغانان‌یې په خپلو کې په اړه پرېکړه کولاى شی.))په افغانستان کې د سولې مشورتی لوىه جرګه د پنځو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شوې وه چې په‌کې له ټول افغانستانه د خلکو له درېـیو زرو زیاتو استازو ګډون کړى و او د غویی په ۱۳مه نېټه پاى ته ورسېده.د دې جرګې له لوىو غوښتنو یوه دا وه چې حکومت او طالبان په ټول هېواد کې اوربند وکړی.دا چې طالبان ولې تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه‌دی چمتو شوی؟ اوطالبان ولې په‌دې اړه هېڅ جدیت نه‌ښیی؟د سیاسی چارو افغان پوه استاد نصرالله ستانکزى وایی: لامل‌یې د سولې رامنځته کولو لپاره د امرىکا بېړه ده.​دى وایی:(( طالبانو د امرىکا هغه عجله او شتاب احساس کړى چې امرىکاىان‌یې کاروی. په مخامخ خبرو کې غواړی له امرىکا څخه امتیازات ترلاسه کړی او په پاى کې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شی.))ښاغلی بس د دوشنبې په ورځ له آزادۍ راډىو سره په خبرو کې وویل چې هیله لری له افغان حکومت او افغانانو سره‌ىې هېواد وروسته له هغه هم ښې اړىکې ولری چې په افغانستان کې سوله رامنځته شی.خو ده زیاته کړه چې که په راتلونکی کې افغانستان د امرىکا له حکومته وغواړی چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی، افغان حکومت باىد له نړىوالو معىارونو سره سم بنیادی بشری حقونه خوندی وساتی.جان بس د دوشنبې په ورځ په کندهار کې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ووىل چې امریکا له افغانانو سره د افغانستان د راتلونکی پرمختګ په خاطر په اقتصادی، روزنیزو او ښوونیزو برخو کې مرستې کړی اوغواړی دوام ورکړی.ده وویل: (( پرته له شکه دا چې له بشری مرستو ورهاخوا امرىکا څومره مرسته کولاى شی، دا به د موافقې په شراىطو او په‌دې پورې اړه ولری چې طالبان بېرته د ټولنې برخه شی. هغه ټولنه چې د نورو هېوادونو د پراخې ټولنې برخه وی چې د ىو بل خپلواکۍ ته درناوى ولری او له ىو بل سره ګډ کار وکړی، چې ىو بل ته خطر پېښ نه‌کړی.))په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو په اړه د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله ټوېټر پاڼه کې د خبرو سرعت ناکافی وباله او زىاته‌ىې کړه : په خبرو کې چټک پرمختګ ته اړتیا ده، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه راټیټه شی.له دې څلور ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې ىا ىوناما په اعلامىه کې په ټول افغانستان کې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې پر ملکیانو د تاوتریخوالی د زىاتېدو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.ىوناما طالبان په سختو ټکو غندلی چې په ځینو مواردو کې یې ملکیان قصداً هدف ګرځولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید