روزنامه هیواد

په کابل ښارکې له بې مسوولیته خلکو سره ډېرې وسلې شته

 د کابل پولیس وایی: په دې ښار کې له خلکو سره له اتیا زره میله ډېرې سپکې او نیمه درنې وسلې شته. د دوی په خبره، دې وسلو د پلازمېنې پر امنیت بده اغېزه کړې او امنیتی ځواکونو یې ټولول پیل کړی.

د کابل امنیه قومندان وایی: په تېر کې مختلفو ادارو هم ځینې دا وسلې وېشلې او دوی یې مالومات لری.په کابل کې تر ډېره هره ورځ جرمونه او پېښې آن کله کله د خلکو سر او مال له خطر سره مخ کوی.د کابل ښار په سړکونو کې له سهاره تر ماښامه له وسلوالو ډک موټر تګ راتګ کوی، چې ځینې دا وسلوال آن پوځی یونیفورم هم لری. اوس پولیس وایی: دا بې قانونه وسلې ټولوی چې په مختلفو پلمو یې خلک ګرځوی.د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل د قوماندانۍ په مرکز کې د جرایمو د شنلو په غونډه کې وویل: د وسلوالو یو شمېر هغه سرګروپان یې نیولی چې په ناامنۍ او شوکو کې یې لاس درلود.(( د بې شمېره وسلې ټولول مو پیل کړی، خو ښایی په کابل کې له اتیا زره میله ډېره وسله وی، چې ډیټابېس لری، او وېشل شوې ده زموږ د راتګ شپږ اوه میاشتې کېږی، تر اتیا زره میلو وسلې راټولول وخت غواړی موږ ته هم وخت را کړئ ، موږ په وروستیو کې عبید ونیو، حسیب مو فراری کړ، ملاموسى تره خېل مو هم ونیو ، چې د ترانسپورت او هم ښاروالی پیسې یې اخیستې، څارنوالۍ ته مو وسپاره، اوس له کوره  را وتلی نه شی، هیله مې دا ده وخت را کړئ چې نور کارونه وکړو.))په کابل کې داسې کسان کم نه دی چې وسله یا ساتونکی لری، دا ساتونکی له سوداګرو نیولې له پارلمانی غړو او سیاسی ډلو سره بدرګه وی.د ولسی جرګې غړی له نوم پرته ومنله ،چې د پخوانۍ دورې له سلو ډېرو وکیلانو له حکومت څخه ترلاسه کړې وسلې او مهمات بېرته نه دی سپارلی، خو دا ډول کسانو لا غبرګون نه دی ښودلی.له نامسوولو کسانو سره د وسلې شتون لږ تر لږه په څو پېښو کې لیدل شوی او هغه هم چې د کرېکټ یا فوټبال سیالیو کې افغانان بریالی شوی، په زرګونو خلکو وسلې ته لاس کړی او په یوه شېبه کې په زرګونو مرمۍ د ښار اسمان ته پورته شوې دی. د کابل ښاریانو اصلی اندېښنه ناامنی ده، هغه هم یواځې چاودنې نه ، بلکې جرمی ډلې او کوڅه ډب غله چې د ښار په ګوټ ګوټ کې د نورو جیبونو ته کمین نیولی ناست وی.    غزا نور

 

ممکن است شما دوست داشته باشید