روزنامه هیواد

په کابل او کاپیسا کې د سړکونو د ډبرین فرش پروژو په ګډون ۹ تدارکاتی موارده منظور شول

د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسىون غونډې د یکشنبې په ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ۹ تدارکاتی مورده و ارزول چې په پاىله کې له ۵۵۵ مېلىون څخه د زىاتو افغانىو په ارزښت ټول تدارکاتی مورده منظور شول.

د کابل ښار واصل آباد سىمه کې د ۶،۱ کىلو متر اوږدو سړکونو د ډبرىن فرش پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د پلازمېنې زون پراختىا انکشافی ادارې دوه وړاندىزونه کمېسىون تائىد کړل.

دغه راز د کاپىسا په مرکز محمودراقی کې د ۵،۶ کىلو متر اوږدوسړکونو د ډبرىن فرش پروژه د کمېسىون د غړو له بحث او غور وروسته د لومړۍ دورې

داوطلب ته منظور شوه او  د دې ادارې مسوولىن موظف شول چې له داخلی تولىداتو څخه په استفادې له داوطلب سره د دغه سړک د جوړولو په اړه مذاکره وکړی.

وروسته، لوړو زده کړو وزارت غونډې ته د کابل طبی پوهنتون د  معلوماتی ټکنالوژۍ مرکز(ICT) د اىجاد پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندىز وکړ، چې تائىد شو.

ملی تدارکاتو کمېسىون د پوهنې وزارت اړوند د پکتىا ولاىت د احمدخېلو ولسوالۍ د احمدخېلو د نجونو ښوونځی لپاره د ۱۲ ټولګىو لرونکو دوه پوړىزه ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره او د اجرائىه رىاست د اړتىا وړ ۱۰۵ ام بی انټرنېټ د تدارک پروژې د قراردادونو د ورکړې د منظورۍ وړاندىزونه تائىد کړل.

دغه راز  په داىکنډی ولاىت کې د مىرامور ولسوالۍ اړوند د ۱۲ ټولګىو لرونکی ښوونځی ودانۍ د جوړولو پروژې په اړه د ملی تدارکاتو کمېسىون د مخکىنۍ پرېکړې د تحقق پر راپور له هراړخىزو بحثونو وروسته دغه پروژه منظور شوه چې د کلىوپراختىا وزارت د ولسی تړون برنامې له لارې به مخ ته ىووړل شی.

کمېسىون د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د (۳۴ولاىتونو) په ۵ درىاىی حوزو کې د سىمی جالىو د پېرلو او لېږد پروژې د مودې د تمدىد د منظورۍ وړاندىز او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښناىی مېټرونو د برابرولو او نصب او په دغه تړون کې د مندرجاتو د تعدىل قرارداد هم منظور کړ.

ملی تدارکاتو  کمېسىون د مخابراتی عواىدو پر راټولولو د څارنې پروژې RTDMS قرارداد ورکړه دوو مشترکو شرکتونو ( LATRO & BUSTOS) ته د اسنادو د بشپړېدو په شرط منظور کړ او هغوى ته ىې فرصت ورکړى و چې خپل اسناد تر ۲۸ ورځو  پورې بشپړ کړی.

ملی تدارکاتو ادارې د قرارداد د تطبىق په مرحله کې د شفافىت د پىاوړتىا او د ښه او زىات ځواب وىلو او د دغو شرکتونود تخنىکی ملاتړ او د هغو پر کړنو د څارنې په موخه ملی تدارکاتو کمېسىون  د افغانستان د شفافىت څار بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسىون، د معلوماتی ټکنالوژۍ شرکتونو اتحادىې (IT) او د احصاىې او معلوماتو ادارې له استازو جوړه د څارنې خپلواکې کمېټې د اىجاد طرحې د منظورۍ غوښتنه وکړه، د کمېسىون غړو له بحث او غور وروسته د دغې غوښتنې هرکلى وکړ او منظور ىې کړه.

دغه راز ملی تدارکاتو کمېسىون د ۱۳۹۸ کال د فرضی حج لپاره د ځاى، خوړو او ترانسپورت قرارداد کمېټې د پلاوی په ترکىب کې د ملی امنىت عمومی رىاست د توظىف شوی استازی د منظورۍ وړاندىز هم ومنل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید