د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې له اجتماعی سازمانونو او اتحادىو څخه د انتقال شوىو ملکىتونو د استفادې طرحې د پرمختګ
څرنګوالى وارزاوه.
په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د مالىې وزارت د دولتی املاکو عمومی رىاست ىو تن مسوول، د دولتی ملکىتونو د انتقال د پرمختګ په اړه چې اجتماعی اتحادىو او سازمانونو (د بزګرانو، د افغانستان د کارګرو ملی او ځوانانو اتحادىو) ورڅخه ګټه اخىسته، خپل راپور غونډې
ته وړاندې کړ.
هغه ووىل، د افغانستان د کارګرو ملی اتحادىه، د لىکوالو ، د بزګرو د کوپراتىفونو او ځوانانو اتحادىې د هغو بنسټونو له ډلې څخه دی چې ډېر غىر منقول دولتی جاىدادونه ىې په واک کې دی او له هغو څخه ابزاری، سىاسی او شخصی استفاده کوی چې د دولتی غىرمنقول املاکو د حىف و مىل لامل ګرځی.
نوموړی د انتقال شوىو ملکىتونو، له ىادو ملکىتونو څخه د راټولو شوىو عواىدو او د بزګرانو د کوپراتىفونو او ځوانانو د اتحادىو د مسوولىنو له لوری له دولتی ملکىتونو څخه د ناقانونه ګټې اخىستنې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له انتقال شوىو دولتی املاکو څخه د استفادې په اړه ىې د مالىې وزارت طرحه تشرىح کړه.
جمهوررییس غنی د ىاد راپور له اورېدو وروسته د مالىې وزارت د دولتی املاکو د لوى رىاست له هڅو مننه وکړه وې وىل، په کابل او ولاىتونو کې د دولتی ملکىتونو واضح فهرست باىد جوړ شی،
چې له دقىقی پېژندنې او تثبىت وروسته انتقال شی.
د هېواد جمهوررییس د کورنىو چارو وزارت سترامنىتی معیىن، د کابل ګارنېزىون قومندان او د ولاىتونو امنىه قومندانانو ته لارښوونه وکړه چې د ىادو ملکىتونو د تثبىت په برخه کې له مالىې وزارت سره همکاری وکړی.