روزنامه هیواد

په کابل او ننګرهار کې ترهګریز بریدونه په نړیواله کچه له سختو او تندو غبرګون سره مخ شوې

په هېوادکې د وړمې ورځې ځانمرګی او وسله وال بریدونه په سختو ټکو کې غندل شوی.تمه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شی، خو لا هم ځانمرګی او وسله وال بریدونه روان دی.په تازه پېښو کې په ننګرهار کې ځانمرګی او کابل کې د ولادی‌ نسایی په یو روغتون وسله وال برید کې ۴۲ کسان وژل شوی‌ او شاوخوا ۹۰ نور ژوبل دی.ملګرو ملتونو د کابل او ننګرهار بریدونه غندلی او ویلی دی‌ چې د دغو عاملان دې باید محاکمه شی.د بشری حقونو د څار ډلې په روغتون باندې برید جنګی جنایت بللی دی.په کابل کې د امریکا سفارت دا بریدونه د ((ترهګرو)) کار بللی دی.د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په کابل کې په سل بستریز نسایی ولادی روغتون برید ته په اشارې په ټوېټر کې لیکلی ‌دی: (( زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوی.))ښاغلی‌ ویلسن په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د فغان امنیتی ځواکونو، ډاکټرانو او صحی روغتیایی کارکوونکو اقدام یې ستایلی دی.په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی نیکولاس هم د دغو بریدونو له کبله خواشینی‌‌ ښودلې ده. نوموړی په خپل ټوېټر کې لیکلی: (( د کابل او ننګرهار بریدونه چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم.))نوموړی ویلی ، چې ناټو به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه وی.د جنوبی آسیا لپاره د بښنې سازمان هم دا بریدونه غندلی ‌او په ټویټر کې یې لیکلی دی: (( غیرمسولانه جنګی جرایم چې وړمه ورځ یې په افغانستان کې یو نسایی‌ولادی ‌روغتون او یوه جنازه په نښه کړه، باید نړۍ د هغه وحشت په اړه وېښه کړی چې ولسی خلک ورسره مخامخ دی.))دغه سازمان ویلی چې باید د دغې پېښې عاملینو سره حساب او کتاب وشی.پر دې سربېره افغان حکومت او د افغانستان د ملی امنیت شورا هم دا بریدونه غندلی.د امنیت شورا دا بریدونه د طالبانو کار بللی او ویلی دی چې طالبان د داعش او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت لامل دی.د کورنیو چارو وزارت وایی،‌ چې په کابل کې په روغتون باندې برید کې ۱۴ تنه وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دی چې ماشومان او ښځې هم په کې دی. بریدګر دری کسه وو چې وژل شوی دی.

په ننګرهار کې بیا په جنازه کې په یو ځانمرګی برید کې شاوخوا ۲۴ کسان وژل شوی‌ او شاوخوا ۶۸ تنه نور ژوبل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید