روزنامه هیواد

په ژوند کې د ځینو ارزښتونو درناوی ته قایل اوسئ

کېداى شی ځینې ارزښتونه ستاسې د ژوند ملګری و اوسی ،کېدای شی مور او پلار مو و اوسی ،کېدای شی د راتلونکې پلانونه مو و اوسی او یا هغه څوک چې تاسې ورسره ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه لرئ هغه و اوسی.

ددغو ارزښتونو په له لاسه ورکولو هېڅ فکر مه کوئ. داسې فکر کول مو له دې پرېکړې ورورسته په مصیبتونو اخته کوی او اندېښنې درته زېږوی  او تاسې یې په پاللو او کولو مجبوروی، د ژوند ځینې په لاس درغلی فرصتونه درڅخه تروړی او د ژوند ټولې هیلې مو قوت لایموت کوی.

هڅه مه کوئ چې د یوه بې ارزښته د لاس ته راوړلو لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر ارزښتمن څه له لاسه ورکړئ،له عمله مخکې سنجش ته ترجیح ورکړئ، بې ګودره په اوبو مه ورګډېږئ کنه نو پرته له شکه به مو د هلاکت باعث شی.

مینه له هغه چاسره وکړئ چې هغه له تا ‌‌‌سو ‌‌ډېره مینه له ځان سره ولری تر څو ځان ورباندې ګران نه وی تاته هېڅکله مینه نشی درکولی ، کله چې د ځان پر ارزښت  وپوهېده، نو ستاسو د احساس په درناوی هم پوهېږی.
ستاسې خواته دیوچا تمایل د هغه په مجبوریت مه حسابوئ ، دځان ارزښت یې وګڼئ،ځکه شاید په چاپېریال کې یې نور هم څوک وی خو دا چې تاسې ته زړه درکوی،ارزښت به یې درکې وینی.

له چاسره چې مینه لرئ،په هېڅ پوښتنه او کړنه یې شک مه کوئ،د هرې پوښتنې د ځواب هڅه  یې وکړئ ژر ځواب ورکړئ،ځکه امکان لری ستاسې په ځواب کې د هغه د روح خوښی نغښتې وی.
ډېر کله د زړه خبره په ژبه راوړئ، د زړه او ژبې ترمنځ دومره واټن نشته ، خو که تاسې خبره په زړه کې وساتئ دا واټن په کلونو هم نه طى کېږی.

مینه هغه جنګ دى چې هر څوک یې د کولو لپاره چمتو وی اومینه هغه قربانی ده چې هرڅوک یې ورکوی، نو مینه وکړئ خو وینه مه تویوئ.

رفیع الله روشن

ممکن است شما دوست داشته باشید