روزنامه هیواد

په چین کې د کرونا ویروس یو ځل بیا زیات خپور شوی

په چین کې کرونا ویروس یو وار بیا دومره زیات خپور شوی، چې په وروستیو میاشتو کې یې ساری نه و لیدل شوی.لومړۍ پېښې په نانجینګ ښار کې ثبت شوې، چې وروسته د پلازمېنې پیکنګ په ګډون ګڼو نورو سیمو ته خپور شو.پرون په ملی سطحه د کرونا ویروس د څه باندې ۲۰۰ پېښو ثبتېدل په نانجینګ کې د ویروس له خپرېدو سره تړاو لری.د کرونا ویروس ډېلټا بڼه ،چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږی په جغرافیوی لحاظ اوس په چین کې په چټکۍ په خپرېدو دی.د ویروس ډېلټا بڼه د چین د کورونا ویروس د سټراتیژۍ لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږی.که څه هم په چین کې په ټوله کې د کرونا ویروس څه باندې ۹۲زره مثبتې پېښې ثبت شوی، خو اټکل کېږی چې واقعی شمېر به خورا زیات وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید