روزنامه هیواد

په پکتیا کې یو شمېر بزګرو ته د زعفرانو د کرلو روزنه ورکړل شوه

 د پکتیا د کرنې ریاست وایی، په دې ولایت کې ۶۰ زعفران کاران د زعفرانو، کرکېلی، پاللو، راټولولو، پروسس او بسته بندی او د زعفرانو د کرنیزو عملیاتو په برخه کې وروزل شول.د پکتیا ولایت د کرنې رییس انجنیر محمد الدین موند وویل، چې د زعفرانو پروسس او بسته بندی د زعفرانو په کیفیت او بیه کې رغنده رول لری او زعفران کاران باید په دې برخه کې لازم مهارتونه ولری.مومند ویلې، پکتیا د زعفرانو د کرکېلی په پار مناسبه هوا لری او په دې ولایت کې زعفران د کمیت او کیفیت له پلوه کولای شی، چې ښه حاصل ورکړی.ده زیاته کړه، چې د پکتیا زعفران ښه بازار هم لری.هیره دې نه وی چې زعفران د هېواد یو له هغو بوټو څخه دی ،چې کم کرل کېږی ،خو ارزښت یې تر نورو بوټو ډېر لوړ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید