روزنامه هیواد

په پکتیا کې پر صنعت‌کارانو مځکه وېشل کېږی

د پکتیا د سواګرۍ او صنایعو ریاست وایی: په پکتیا کې یې د صنعتی پارک د جوړولو مقدماتی اداری چارې بشپړې کړی او په نږدې راتلونکې کې به په‌کې صنعتکارانو ته د مځکو وېشل پیل کړی.د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو رییس ښاغلی نقیب‌الله سرحدی آزادۍ راډیو ته ویلی:(( د صنعتی پارک ټول هغه لومړنی، تخنیکی مهم او اساسی کارونه سرته رسېدلی دی لکه:

·  د مځکې تصفیه.

·  د مځکې ثابتېدل.

·  د مځکې د ماسټر پلان سروې، دا ټولې تکمیل دی اوس د دې په لټه کې یو، چې ژر تر ژره هغه صنعتکاران چې فورمې یې اخېستې او اسناد یې جمع کړی، هغه مرکز ته ولېږو او له مرکزه یې تائیدی راشی، چې موږ صنعتکارانو ته په‌دې مځکه کې د فابریکو لپاره موقعیتونه مشخص کړو.))سرحدی وویل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په راتلونکی ۱۳۹۸ مالی کال کې د دغه پارک لپاره ۱۰۵ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ،چې په خبره ‌یې د پارک لومړنۍ اړینې چارې لکه سړکونه، کانالیزاسیون، برق او نورې چارې تر سره شی.د مسوولینو په خبره، د دغه صنعتی پارک د جوړولو پلان په ۱۳۸۳کال کې جوړ شوى و، خو د بودجې او په پکتیا کې د برېښنا نه شتون د پارک د جوړېدو پر وړاندې لوی خنډ و.د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو رییس ښاغلى سرحدی وایی، چې ګردېز ته د ترکمنستان د انتقالی برېښنا په رسېدو دا ستونزه ۸۰ سلنه هواره شوې او د افغانستان د برېښنا شرکت د ولایتی دفتر له‌خوا پارک ته په لومړیو کې د ۱۵مېګا واټه برېښنا درسولو ډاډ ورکړل شوی د دغه پارک د جوړېدو د ځنډ یو بل لامل دا هم و چې د ګردېز ښار په شمال لوېدیځ کې دې پارک ته پر ځانګړې شوې زر جریبه مځکه ځایی اوسېدونکو د شخصی ملکیت دعوه کړې وه ،چې د پکتیا د ولایتی چارواکو په خبره ځایی اوسېدونکی په خپله دعوه کې پاتې راغلی او قضیه دولت ګټلې.

په پکتیا کې د مځکو رییس حکیم جان مفکر وایی:(( دغه ساحه د رباط شاوخوا د صنعتی پارکو ده، فعلاً دلته څلور زره جرېبه سپینه مځکه لرو، خلک په هرځای کې پر دولتی مځکو لانجې کوی، د مځکې ماهیت دا د بکرو بایر مځکه ده، خلک د دې مځکې اسناد نه‌لری، نو دغه دولتی مځکه ده، څلور زره جرېبه مځکه موږ په دغې ساحه کې لرو، زر جرېبه مو د صنعتی پارک لپاره انتقال کړې او د اړتیا په صورت کې موږ کولای شو چې دوی ته اضافی مځکه ورکړو.))د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو رییس وایی: تردې مهاله ۱۴۰ سیمه‌ییزو او ملی صنعتکارانو چې کاری جوازونه لری، په دغه پارک کې د پانګونې په پار غوښتن‌لیکونو سپارلی. د یادولو وړ ده چې افغان ولسمشر پکتیا ته په وروستی سفر کې ویلی ، چې د پکتیا جلغوزی به په نړۍ کې مشهوروی او پکتیا به په‌دغې سیمه کې په صنعتی پارک بدلوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید