روزنامه هیواد

په پکتیا کې د ۱۲۹میلیونو افغانیو په لګښت ګڼې پروژې پیل شوې

د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کلیو پراختیا وزارت د ولسی تړون پروګرام تر چتر لاندې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر اړینې پروژې پیل او د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پروژو د بنسټ ډبرې د پکتیا د والی شمیم خان کټوازی له خوا د دوشنبې په ورځ سید کرم، احمد خېل او ځاځی اریوب ولسوالیو ته د یوه سفر په ترڅ کې کېښودل شوې.

په یاد سفر کې د پکتیا له والی شمیم خان کټوازی سره د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ، د ملی امنیت رییس تورنجنرال قدر محمد قدر، امنیه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزی، د دویمې سرحدی لېوا قوماندان ډګروال محمد ظریف ځاځی، د ولایتی شورا رییس عبدالمالک ځاځی، د ولایتی شورا وکیل سخی جان وفایار، د کلیو پراختیا، ولسی تړون، پوهنې، کرنې، سولې ولایتی کمېټې او د علماوو شورا رییسانو هم ملتیا کوله. پر پروژو د کار د پیل پر مهال دپکتیا والی شمیم خان کټوازی وویل، چې افغان دولت تل د خپلو خلکو د هوساینې او هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوی خو وسله وال مخالفین برعکس له ویجاړۍ او وژنو پرته هېڅ کوم زیرى ولس ته نه لری. نوموړی وویل، چې که وسله والو مخالفین د پردیو په دستور د یو شمېر اساسی پروژو مخه نیسی خو ولس یې باید د خپلې ښېګڼې لپاره له حکومت سره په پلی کېدو کې مرسته وکړی. ښاغلی کټوازی په سید کرم، احمدخېل او ځاځی اریوب ولسوالۍ کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې وغوښتل چې د ولسی جرګې او ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړی او خپله اراده تمثیل کړی. پکتیا والی زیاته کړه، چې د افغان دولت د سولې دروازې د مخالفینو پر مخ خلاصې دی خو جګړې ته دوام ورکوونکی به د افغان مېړنیو ځواکونو لخوا په نښه شی.د پکتیا ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې رییس فضل هادی عاصم په وینا د پیل شویو پروژو په لړ کې به د شل میلیونه افغانیو په لګښت په سید کرم او د دولس میلیونه افغانیو په لګښت په مېرزکه کې د ولسی تړون پروګرام بېلابېلې پروژې پلې شی. نوموړی وویل، چې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت په مرکز ګردېز، زرمت، لجه منګل، جانی خېل، ځاځی اریوب او ډنډه پټان ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکې جوړې شی، چې ۲۸۰۰ کورنیو ته به د څښلو پاکې ورسوی. پر دې سربېره په ګردېز او سیدکرم ولسوالیو کې به د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت څلور کارېزونه، د احمدخېلو ولسوالۍ په شوات سیمه کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت یو استنادی دېوال، په همدې ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اړیکو دفتر (ټی اېل او) لخوا نهو کلیو ته د څښلو د اوبو رسونې شبکه او د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت په اریوب ولسوالۍ کې له بیان خېلو څخه تر شېرختل پورې د یوه سړک د جغل اندازۍ تر څنګ پلچکونه جوړ شی. د دې تر څنګ په سیدکرم ولسوالۍ کې د سجنک سړک جغل اندازی او پلچکونو جوړونې چارې هم د ۱۵ میلیونه په افغانیو په لګښت بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

پکتیا والی شمیم خان کټوازی په اریوب ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې ډنډه پټان او ځاځی اریوب ولسوالیو کې مېشتو خلکو ته د لمریزې برېښنا وسایل وېشل کېږی، چې ورسره به زرګونه کورنۍ د برېښنا له ستر نعمت څخه برخمنې شی. نوموړی وویل، چې د یاد هدف لپاره د کورونو سروې عملاً روانه ده خو ټینګار یې وکړ، چې دغه چاره باید ژر تر سره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید