د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پکتیا ولایتی شورا وایی، چې پهدې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو تقریباً پنځه کاله کېږی له بزګرو سره د هغو مرستو لړۍ درېدلې، چې د مرکزی ادارې لهخوا ژمنه ورسره شوې وه.۱۳ کاله مخکې د پکتیا د ولایتی شورا، قومی مشرانو او کرونده ګرو تر منځ پرېکړه وشوه، چې کروندهګر به کوکنار نهکری، هغه و چې د دې پرېکړې له مخې په پکتیا کې د کوکنارو کښت صفر شو او مرکزی ادارې د دې کار په بدل کې له پکتیا ولایت سره د بدیل معیشیت په برخه کې د مرستو لړۍ پیل کړه، خو تقریباً پنځه کاله کېږی چې د مرستو دا لړۍ درېدلې ده.د پکتیا ولایت له نېشهیی توکو سره د مبارزې رییس ښاغلی ډاکټر حفیظ الله احمدزی وایی، پهدې ولایت کې اوس کوکنار نه کرل کېږی، خو یوازې په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې بنګ کرل کېږی چې د مخنیوی لپاره یې هڅې روانې دی.ښاغلی احمدزی زیاتوی: هغه ټاکلی اندازه پیسې چې پخوا دوی ته د کوکنارو د نه کرل کېدو په مقابل کې ورکول کېدې اوس نه ورکول کېږی.
دی وایی:
(( تقریباً پنځه کاله کېږی چې دغه پیسې موږ ته نه راکول کېږی، پخوا به د کوکنارو اړولو لپاره هم ولایتونو ته یوه اندازه پیسې ورکول کېدې چې هغه هم اوس نه ورکول کېږی. زه پهدې برخه کې دوه نیمګړتیاوې وینم:
- یو دا چې نړیوالې ټولنې د نېشهیی توکو په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاری کمه کړې.بل د مسوولینو مدیریت هومره ښه نه دی، ځکه چې د دې پروګرام مدیریت یې په ښه توګه و نه شوای کولای.))
د نېشه یی توکو پر ضد ریاست لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې: د ښو فعالیتونو یا ((جی.پی.ای)) پروګرام له لارې په پکتیا کې د نېشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته تر ۲۰۱۵ میلادی کال پورې په کال کې یو مېلیون امریکایی ډالر د امتیاز یا انعام په ډول ورکول کېدل.د چارواکو په خبره د دې پیسو ډېره برخه د ولایتی ادارې او بزګرو په خوښه په عام المنفعه پروژو باندې لګول کېده لکه پکتیا پوهنتون، میخانیکی لېسه، د جرګو تالار، د جوماتونو او ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول وو.اوس چې د مرستو دا لړۍ بنده شوې، د پکتیا ولایتی شورا اندېښنه لری، چې که پکتیا ته بېرته دا امتیاز ور نهکړل شی، امکان لری چې بزګر بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړی.د پکتیا د ولایتی شورا غړی ممتاز کرخېل وایی پکتیاوالو ۱۳کاله وړاندې له حکومت سره ژمنه کړې وه، چې په خپلو مځکو کې به کوکنار نهکری او اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ دی، خو اړونده دولتی ادارو پر خپلو وعدو وفا و نه کړه او څلور کاله کېږی چې پکتیا والو ته دا امتیاز نه دی ورکړل شوی.دی وایی: (( څو کاله وړاندې پکتیاوالو ژمنه وکړه ، چې موږ د دې بوټی پرضد د زړه له کومې مبارزه کوو، دوی په عمل کې ثابته کړه، چې دا دی اوس په پکتیا کې د کوکنارو یو بوټی هم نه شته، خو هغه ادارې چې د نېشه یی توکو پرضد د مبارزې شعار ورکوی هیله ده، چې دا شعار عملی کړی. زموږ بزګران دې بیا دې ته نه مجبوروی، چې په هغه یوه لوېشت مځکه کې کوکنار وکری ،چې حاصلات یې د اوبو بیه هم نه شی پوره کولای.))پکتیا غرنی ولایت دی، چې زراعتی مځکې یې لږ دی، ځکه نو بزګران تل هڅه کوی په خپلو مځکو کې داسې څه وکری ، چې ډېره ګټه ځنې ترلاسه کړی، همدا لامل و چې یوه لسیزه وړاندې پکتیاوالو د کوکنارو کښت ته مخه کړې وه.
اصیل ځاځی