روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پکتیا کې د حقانی شبکې لسګونه میله بې غږه وسلې نیول شوې

 په پکتیا کې د ملی امنیت ځواکونو ۶۶ میله بېلا بېل ډوله وسلې نیولې. د پکتیا والی حلیم فدایی په ټوېټر پاڼه لیکلی، چې د ملی امنیت ځواکونه دا وسلې په ګردېز ښار کې په داسې مهال نیولی، چې په هینو موټر کې ځای پرځای شوې وې او کابل ته لېږدول کېدې.د نوموړی پر وینا دا وسلې د حقانی شبکې د عبیده کاروان وې ،چې کلاشینکوفونه، تفنګچی، بمونه او بې غږه وسلې هم په کې شاملې دی.(( د پکتیا د ملی امنیت ۶۶ میله بېلابېلې وسلې او مرمۍ چې د حقانی شبکې د عبیده کاروان له لورې کابل ته په هېنو ټرک کې انتقالولې، نیولی. په نیول شوو وسلو کې؛۳۰میله تفنګچې،۲۱ بېلابېلې د مرمیو بستې،۳میله بم غورځوونکی،۲۷ میله بېلابېل بیصدا کلاشینکوفونه او ۶میله بې غږه تفنګچې شاملې دی.)) بل خوا د ننګرهار ځایی چارواکی وایی، چې پولیسو ددغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال په یوه ټېلر ډوله موټر کې ۵۲ میله توفنګچې او لسګونه فیره د وسلو مرمۍ له دوو کسانو سره یو ځای نیولی.دا وسلې په داسې مهال نیول شوی چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې هدفی وژنې زیاتې شوی، چې ډېر کله په هدفی بریدونو کې له بې غږه وسلو څخه کار اخیستل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید