روزنامه هیواد

په پکتیا ولایت کې د ترهګریز برید په اړه  اعلامیه

ترهګرو پرون د جمعې پر مبارکه ورځ د ګردېز ښار د دویمې امنیتی حوزې اړوند په خواجه حسن سیمه کې اهل تشیع وروڼو پر یوه جومات په داسې حال کې ترهګریز برید وکړ چې زموږ متدینو هېوادوالو د جمعې د مبارکې ورځې لمونځ ادا کوو.پر جومات او لمونځ کوونکو د وحشی ترهګرو دغه غیر اسلامی عمل په کلکه غندم. د افغانستان د ولسمشر له لارښوونې سره سم ټولو ملکی او نظامی ادارو ته دنده وسپارل وشوه، چې د پېښې قربانیانو او د دوی محترمو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوی. د پېښې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ او د زخمیانو له پاره د عاجلو مرستو په موخه مشترک ټیم ګمارل شوی چې ژر تر ژره پکتیا ولایت ته د همکاریو په موخه سفر وکړی. ټول امنیتی او کشفی ارګانونه مکلف شوی، چې د پېښې هر اړخېزه څیړنه وکړی او د برید عاملین له تشخیص وروسته د قانون منګولو ته وسپاری. په پای کې د پېښې ټولو شهیدانو ته د فروس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم. د پېښې د قربانیانو کورنیو، خواخوږو او د پکتیا ولایت ټولو شریفو اوسېدونکو ته د دې غمجنې پېښې د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم

ممکن است شما دوست داشته باشید