روزنامه هیواد

په پکتىکا کې د نجونو لپاره لىلىه جوړېږی

د پکتىکا په تارىخ کې په لومړی ځل د نجنو د لىلىې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښول شوه. د پکتىکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د ىو شپېته مىلىونه او دوه نوی زره افغانىو په ارزښت مجهزه لىله جوړېږی چې چارې ىې  د پنجشنبې په ورځ رسماً پىل شوې.په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتىکا والی محمدالىاس وحدت، د پوهنې رىاست مسوولىنو، قومی مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخىستی وه.د پکتىکا والی محمدالىاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا ىو ستر ګام ىاد کړ او پر وىنا ىې د ډېرو هلو ځلو په پاىله کې وتوانېدل، چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لىلىې جوړېدو چارې پىل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید