روزنامه هیواد

په پنځو ولایتونو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملی دفاع وزارت وایی ،چې په پنځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او نښتو په نتیجه کې لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.دملی دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلی، چې د کندهار په ارغنداب او پنجوایی ولسوالیو کې د افغان هوایی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ طالب جنګیالی ووژل شول او دری نور ټپیان شوی.ښاغلی امان وویل، چې افغان ځواکونو د هرات په شینډنډ، د زابل په شاه‌جوی او میزان، د فاریاب په سبزپوش او قیصار او د بلخ په چهاربولک، دولت‌آباد او بلخ ولسوالیو کې مځکنی او هوایی عملیات کړی دی.ده زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې ۷۱ طالب جنګیالی وژل شوی او ۳۶ نور ټپیان شوی دی.دملی دفاع وزارت د مرستیال ویاند پر وینا په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسایط، مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوی دی.ښاغلی امان وویل: (( په خواشینۍ سره طالبانو له امریکا سره د سولې په تړون کې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو په خلاف د تاوتریخوالی کچه لوړه ساتلې، لا هم د دغې ډلې له خوا د افغانستان د خلکو او امنیتی او دفاعی ځواکونو په خلاف تروریستی بریدونه دوام لری.))

ممکن است شما دوست داشته باشید