روزنامه هیواد

په پنجشېر کې ۶۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشېر د هېواد یو له هغو ولایتونو دی،چې دنګو غرونو پوښلی او کرنیزې مځکې په کې کمې دی.ګڼ شمېر اوسېدونکی یې په دولتی او غیر دولتی دندو او کم شمیر یې په کرنه او کسبه کاریو بوخت دی. له نېکه مرغه دا ولایت هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی  پروګرام ترپوښښ لاندې دی او دغه ملی پروګرام د خپلو پروژو او د پام وړ لاسته راوړنو سره په دغه ولایت کې ریښې غځولې دی. ولسی تړون ملی پروګرام نه یوازې په پنجشېر کې خپلې سکتوری پرمختیایی پروژې پرمخ وړی بلکې، ځینې نورې فرعی برنامې هم لکه د غله جاتو دبانکونوجوړول، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه او د ملی دسترخوان پروګرام هم په عملی توګه خلکو ته خدمتونه وړاندې کوی. د پنجشېر ولایت د ولسی تړون ملی پروګرام د ولایتی دفتر مشر انجنیر محمد رفیع سنګی د ولسی تړون د کړنو په هکله داسې وایی: (( ولسی تړون ملی پروګرام په ۱۳۹۶ کال کې په کار پیل کړی چې تراوسه په پنجشېر کې په دریو شتل، عنابه او آبشارو  ولسوالیو کې ۶۶ پرمختیایی شوراګانې جوړې کړی او دې شوراګانو ته ۱۱۲ پرمختیایی ټولګټې پروژې منظورې شوې.)) د یادونې وړ ده چې له دې ډلې څخه ۶۰ پروژې بشپړې او د ۵۲ نورو پروژو کار په چټکۍ سره روان دی چې د دې پروژو په عملی کېدو سره ۱۱۱۴۵۰ کاری ورځې ماهرو او غیر ماهرو کاریګروته  برابرې شوې دی.ولسی تړون ملی پروګرام په پنجشېر ولایت کې په څلورو برخو کې کار کوی چې په هغه کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکې، د کرنې لپاره د اوبو لګولو پروژ‎ې، محافظوی دېوالونه، ټرانسپورټ او د برېښنا شبکو جوړول شامل دی. د دغو پروژو په جوړېدو سره د دغه ولایت د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې تر ډېره بریده آسانتیاوې را منځته شوې.ښاغلی سنګی په پنجشېر ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام لخوا د پرمختیا په بهیر کې د لا زیاتو خدمتونو ژمنه و کړه.

هغه وویل: (( په پنجشېر ولایت کې د ولسی تړون ملی پروګرام تر چتر لاندې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې  له خوا ددې ولایت په ۶ ولسوالیوکې ۱۵۷ پرمختیایی شورا ګانې تر پوښښ لاندې راغلې چې تر دې دمه ۱۵۲ پرمختیایې شورا ګانې جوړې او د همدې شوراګانو له خوا د ۱۱۱ بېلا بېلو پروژو غوښتنه شوې چې له دې جملې نه د ۳۵ پروژو کار عملاً جریان لری او د پاتې نورو پروژو پیسې به ډېر زر د افغانستان بانک له لارې شورا ګانو ته ولېږل شی.))

د دې تر څنک یوه بله برنامه چې د ملی دسترخوان دی، هغه هم د عملی کېدو په حال کې ده.

تر دې دمه د پنجشیر ولایت په درېیو ولسوالیوکې د ۵۹ شوراګانو له ډېرو بېوزلو کورنیو سره د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرستې شوې او په پاتې نورو شوراګانو کې کارونه روان دی چې ډېر زر به د پنجشېر ولایت ټولې ولسوالۍ د ملی دسترخوان پروګرام دویم پړاو تر خپل پوښښ لاندې راولی.په پنجشېر کې د ولسی تړون ملی پروګرام ځایی مسوول زیاته کړه: (( دلته زیاتره پروژې د استنادی او محافظوی دېوالونو، د کرنې او څښلو د اوبو برابرول، د پلونو، پلګوټو، سړک اوبرېښنا شبکو جوړول دی چې اغېزه یې د کلیوالو په ژوند ډېره زیاته ده.))

د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالۍ اړوند د محلې کلی قومی مشر ښاغلی بسم الله خان په نوموړی کلی کې د کرنې د اوبو لګولو د کانال د جوړېدو او بشپړېدو له امله د ولسی تړون ملی پروګرام څخه خوښی وښوده او ویې ویل: (( … زموږ په کلی کې کانال نه و،مځکې او باغونه مو له حاصل نه پاتې وو د مځکو حاصلات را باندې درېدلی وو باغونه مو وچ شوی وو. شکر د خدای نه ډېر راضی یو چې اوس مو باغونه بېرته شنه شوی د مځکو او باغونو په حاصلاتو کې مو زیاتوالی راغلی، په ژوند کې مو ډېر لوی بدلون راغلی او دا د ولسی تړون ملی پروګرام لخوا یو بنسټیز کار دی.))

د پنجشیر ولایت د عنابې ولسوالۍ اړوند د سنګین کلی د پراختیایی شورا رییس صفت الله  بیا د خپل کلی د ښاری برېښنا د پروژې او ولسی تړون ملی پروګرام په اړه داسې څرګندونې کوی : (( موږ پدې خاطرد غه د ښاری برېښنا پروژه غوره کړې،چې له ډیرو زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، زموږ د پلارونو او نیکونو په وینا په دې کلی کې په سلګونو کلونه تېر شوی،چې دلته برېښنا نه وه پخوا وختونو کې اول شیطان چراغونه وو، بیا په لمپه بدل شول وروسته بیا ګیس او ډېرو کمو کسانو به سولراو بطرۍ درلودې، چې له دې نه به یې کار اخیسته او له هرڅه نه محروم وو، هلکانو او نجونو به درسونه نشول ویلای، تلیفون مو نشو استعمالولی ځکه د چارج کولو لاره به یې نه وه که په لنډو کې درته ووایم نور دلته شپه تېرېدل ډېرستونزمن کار و. له نېکمرغه کله چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام لخوا د غه د ښاری  برېښنا پروژه موږ ته جوړه شوه، اوس په ژوند باندې پوه شوو تلوېزیون وینو، ټلیفون، انټرنیټ نه ګټه اخلو، تر هرڅه لومړۍ مو کورونه روښانه شول، هلکان او نجونې د شپې لخوا هم درسونه وایی،  شکر د خدای،هرڅه ښه شول، د ولسی تړون خدمت موږ نه شو هېرولای ځکه زموږ په ژوند کې یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې.))

د یادونې وړده چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام  د اقتصادی پروژو په تطبیق سره د بېوزلۍ د کچې کمول، د کار د زمینې برابرول، ټولنیزه پراختیا، او د کلیو او بانډو اقتصادی وده له اساسی موخو څخه دی او د هېواد په کچه د هرې پرمختیایی پروژې په پرانیستلو سره د پرمختیا او هوساینې په برخه کې یو لوی ګام پورته کېږی.  محمد اعظم اصغری

ممکن است شما دوست داشته باشید