روزنامه هیواد

په پلازمېنه پاریس کې وړمه ورځ زرګونه کسان د هغه ښوونکی د درنښت لپاره ټول شوی

و، چې دری ورځې مخکې د چیچن ځوان له خوا د چړو په ضربه ووژل شو او سر یې غوڅ شو.۴۷ کلن سامویل پاتی د بیان د ازادۍ په اړه په درسی بحث کې د اسلام د پیغمر حضرت محمد یو کاریکاتور خپلو زده کوونکو ته ورښودلی و.دوژل شوی ښوونکی خواخوږو د پاریس په جمهوریت میدان کې د ګلو ګېډۍ کېښودې او په بنرونو یې د فکری افراطیت پر ضد لیکلی و.په ځینو نورو ښارونو له هغې ډلې لیون، تولوس، ستراسبورګ او مارسی کې هم د وژل شوی ښوونکی د درنښت په پار غونډې وشوې.سامویل پاتی د اکتوبر په شپاړسمه د عبدالله په نامه د چیچنایی ځوان په لاس چې مخکې په مسکو کې اوسېده او پاریس ته کډوال شوی و د چړو په ضربه ووژل شو او سر یې غوڅ شو.عبدالله د معلم تر وژلو لنډه موده وروسته د پولیسو له لوری ووژل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید