د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان مسلمان ولس سږ کال یوځل بیا په داسې حال کې د راروان کمکی اختر لپاره تیاری نیسی، چې طالبانو د سولې لپاره چمتو نه وشل او دا دی د اوربند له مکررو غوښتنو سره سره یې بیا هم پر جګړه ، وژنو او قتلونو او ترهګریزو بریدونو ټینګار کړی دی. د جګړې تر څنګ کرونا ویروس هم د سلګونو افغانانو ژوند اخیستی او د لسګونو زرو نورو ژوند ګواښی! فقر، بې کاری او بېوزلی نورې هغه ناوړې پدیدې دی، چې د افغانانو ژوند یې سخت تریخ کړی دی! په همداسې حالت کې افغانانو روژه ونیوه او دا دی یوځل بیا پر دغه بې ګناه او بې دفاع ولس په داسې حال کې اختر راځی، چې د دغه ملت په کور کې د ویر او ماتم ټغر وېړ دی، هرې خواته کونډې او یتیمان او بېوزلی لیدل کېږی، چې د غم او ماتم له لاسه خپل زړونه خوری او د آن د اختر لپاره نه جامې او نه هم ښه خواړه لری!
بل لوری د طالبانو د مشر ملا هبت الله په نامه په خپاره کړی پیغام کې بیا هم پر جګړې او بریدونو ټینګار شوی او دې ډلې د ملی او نړیوالو له خوا د اوربند او سولې له غوښتنو سره سره د جګړې او ترهګریزو بریدونو شدت ته ملا تړلې ده! په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د مالوماتو له مخې د طالبانو په بریدونو کې سلګونه افغانان وژل شوی او سلګونه نور ټپیان شوی او ګڼ بې ځایه شوی دی. دې جګړې او بریدونو پر دغه بېوزلی ملت ژوند نور هم تریخ کړی او د سولې لپاره یې راټوکېدلې هیلې بیا هم له خاورو سره خاورې شوې دی. ملت سږ کال هیله لرله، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو لپاره تړون شوی، چې له مخې به یې لږ ترلږه راروان اختر په سوله او اوربند کې تېر شی، خو داسې څه نه لیدل کېږی. بلکې برعکس د طالبانو مشر ملا هبت الله پرون په خپل اختریز پیغام کې ویلی چې طالبان یوازې او یوازې له امریکا سره تړون ته ژمن دی او پر خپلو جنګیالیو یې غږ کړی، چې پر امریکایی لوری بریدونه ونه کړی او دغه تړون ته ژمن پاتې شی.
د ملا هبت الله په نامه دغه پیغام یوځل بیا په ډاګه کوی، چې هغوی د اختر په شپو او ورځو کې یوځل بیا هم اوربند نه منی او د دې برعکس به ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی. د ملا هبتالله په پیغام کې له امریکا سره د هوکړې په عملی کېدو ټینګار شوی، خو د سولې، بینالافغانی خبرو او دغهشان د اوربند یادونه پهکې نهده شوې. په دغه پیغام کې د طالبانو مشر له خپلو جنګیالیو غوښتی چې خپل اهداف په جدی توګه تعقیب، لیکې پیاوړې او اداری جوړښت نور هم منظم کړی.
یعنې د اختر په پار د اوربند غوښتنه ونه منی!؟
هبت الله په خپل پیغام کې امریکا ته ویلی چې چاته د سولې د هوکړې د ماتولو اجازه ورنکړی او پخپلو طالبانو یې هم غږکړی چې پر امریکایانو د ژمنې له مخې بریدونه ونکړی، خو پر افغانانو به بریدونه کوی او دا وژنې او قتلونه به همداسې روان ساتی. د طالب ډلې په نامه دغه پیغم کې ډېره د تعجب وړ دا ده، چې ګنې د ملکی وګړیو پړه یې پر افغان حکومت ور اچولې او له دغه مسوولیته یې خپله اوږه خالی کړې ده. دوی هڅه کړې، چې یوځل بیا لمر په دوو ګوتو پټ کړی، خو د طالبانو ځانمرګی، ترهګر او یرغلیز بریدونه او چاودنې له چا پتې نه دی، چې له همدې امله ولسی ګړیو ته د سر او ځآن درانه تلفات اوړی. دا په ریښتیا چې عجبه ده، طالبان له یوې خوا په ترهګریزو او ځانمرګیو بریدونو کې عام خلک وژنی او د جګړې د ډال په توګه یې کاروی، خو له بلې خوا بیا د ملکی وګړیو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښکاره کوی!؟
په اصل کې راروان اختر په ډېر بد حالت کې پر ولس راځی، دا به پر افغانو څه اختر وی، چې د خپلو وژل شویو خپلوانو، مشران او د کورنۍ د غړیو په غم کې د اوښکو په ځای له سترګو وینې تویوی! الله پاک دې په دغه راز حالت کې د افغانانو روژه قبوله کړی او بیا دې د خپل زور او ستروالی له برکته الله پاک د دې تپل شوې او بردۍ جګړې ټغر د تل لپاره له افغانستان او ګردې نړۍ ورټول کړی، چې نور نه بې ګناه وګړی ووژل شی او نه هم د چا د خوښیو او اخترونو خوشحالۍ په ویر او ماتم بدلې شی. نور دې الله پاک پر دغه بې ګناه او مظلوم ملت ورحمېږی، چې د تپل شوې جګړې له لاسه یې کومه مورکۍ بوره نه شی، نه کومه خورکۍ بې وروره نه شی او نه هم د چا کونډه او یتیمان پاتې شی. په پای کې همدغه دردېدلی او کړېدلی ملت ته د کمکی اختر مبارکی د زړه له تله وایوو !