روزنامه هیواد

په پاکستان کې له بېوزلو او نابلدو ناروغانو  ډاکټران او قاچاقبران ناوړه ګټه اخلی

په پاکستان کې ځینې ډاکټران او روغتونونه په درملنه کې مشهور شوی او زیات مراجعین لری، له همدې کبله اوس د پاکستان په ځینو روغتونونو او کتنځایونو کې د ناروغانو له مجبوریته  ناسمه ګټه اخلی او د بدن غړی ترې وباسی. د بدن غړی چې ډېر زیات قیمت لری، له پاکستانه نورو هېوادونو ته قاچاقېږی.پاکستانی ډاکټران د بدن زیات غړی له افغانانو وباسی، ځکه کله چې دوی د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شی اویو ناروغ  یې هر څه وشی، د شکایت او عریضې حق نه لری چې پر روغتون او یا ډاکټر نیوکه وکړی. پاکستان پخوا یوازې د ترهګرو د روزلو پر وسیله په ډله ییز ډول د خلکو په وژلو تورنېده، خو اوس د ترهګرۍ په یوې بلې وحشتناکې بڼې تورن شوی. مخکې پاکستانی ډاکټران د ناروغانو د بدن د غړو په ویستو او د ننه په پاکستان کې یې پر نورو په پلورلو تورنېدل. اوس د دغه هېواد د رسنیو تازه راپورونه ښیی، چې پاکستانی ډاکټران له پاکستانه بهر ته هم د انسان د بدن غړی قاچاقوی. رسنۍ وایی، چې د پاکستان قانون جوړوونکی بنسټونه او د قانون د تطبیق څارونکې ادارې دغې مسئلې اندېښمن کړی. د پاکستان په مختلفو  سرحدونو، هوایی او سمندری برخو کې عصری ټېکنالوژی فعاله شوې څو په اسانه د انسان د بدن د غړو د قاچاق مخنیوی وکړی. د دې ترڅنګ له روزل شویو سپیانو هم د دغه قاچاق د مخنیوی لپاره ګټه اخیستل کېږی. له دغو هڅو سره سره بیا هم پاکستان د دغه قاچاق په مخنیوی کې ناکام ګڼل شوی. له پاکستانه د انسانانو د بدن د غړو قاچاق تر منځنی اسیا، اروپا او ان د امریکا متحدو ایالاتو ته رسېدلی دی. د دغه قاچاق یوه بڼه دا ده، چې پاکستانی قاچاقبران د خپل وجود د غړو پلورونکو کسانو ته په بهرنیو هېوادونو کې پېرونکی مومی او بیا دوی هم د وجود د غړو د پلورنې د مرحلې تطبیق ته بیایی. سرچینې وایی له ناروغانو؛ په ځانګړی ډول له بېوزلو او نابلدو هغو یې هم پاکستانی ډاکټران او قاچاقبران ډېره ناوړه ګټه اخلی. دوی دغه ناروغان د ارزانه یا وړیا عملیاتو په نوم د وجود د ځینو غړو ( پښتورګو او نورو) څخه محروموی او تر ډېره یو، یو پښتورګی ترې وباسی. د سرچینو په حواله دا ناوړه کار تر ډېره له افغان ناروغانو  سره ځکه کېږی، چې دوی په پاکستان کې د پوښتنې او ځان د دفاع کومه اسره نلری او نه یې څوک غږ اوری.

بریالی ویاړ

ممکن است شما دوست داشته باشید