روزنامه هیواد

په پاکستان کې روزل شویو سخت درېځو ډلو د نظام ستونی ته لاس اچولی!

اوس هغه وخت را رسېدلی، چې د پاکستان پوځ او استخباراتی ادارو هغه مېلشې چې په مدرسو کې یې د نورو هېوادونو او په ځانګړی توګه د  افغانستان او هند پرضد د جنګولو لپاره روزلې، د خپل بادار ستونی ته لاس واچوی! د پاکستان پوځ او څارګرې ډله معمولاً په خپلو مدرسو کې روزل کېدونکی کسان او جهادی ډلې په نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان او هند کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره استعمالوی، خو داسې ښکاری چې اوس یو ځل بیا دغو روزل شویو سخت دریځو ډلو او ترهګروکسانو پخپله د پاکستان مرۍ ته لاسونه وراچولی دی. دا ځل بېله کیسه ده ،د قهر او د مذهب او دین د سپکاوی په دفاع کې کیسه! هغه دا چې په پاکستان کې د دغه هېواد مذهبی ګروپونو د چهارشنبې له ورځې راهیسې، چې سترې محکمې یې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد رسول الله (ص) په شان کې سپکاوی کوونکې، آسیه بی بی، نومی ښځې ته برأت ورکړ، لاریونونه پیل شوی دی. د پاکستان د نظام پرضد او په تېره بیا یې د سترې محکمې د دې پرېکړې پرضد په پاکستان کې سرتاسری لاریونونه وروسته په تاوتریخوالی واوښتل او ویجاړۍ یې رامنځته کړې. دغه لاریونونه د اسلام آباد، راولپنډۍ،‌لاهور، کراچۍ، او پېښور په شمول بېلابېلو لویو او وړو ښارونو کې روان دی او لاریونوالو ته د پاکستان د سترې محکمې د دې پرېکړې له امله لارۍ، ریکشې او موټرسایکلونه هم کافر ښکارېږی، هغوی دا ترانسپورتی او د لېږد وسایل نیسی، په کوتکونو یې وهی او اور ور اچوی. د پاکستان حکومت په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونځیو د بندېدا تر څنګ د قایداعظم پوهنتون، نمل پوهنتون او د اسلام اباد د اسلامی پوهنتون په شمول بېلابېل پوهنتونونه د تاوتریخوالی د لا پراختیا له وېرې بند کړی دی. د پاکستان د حکومت یوه چارواکی رسنیو ته ویلی، چې د دغه هېواد د مذهبی چارو د وزیر نورالحق قادری په مشرۍ د حکومت یو هیئت په لاهور کې له لاریونوالو سره خبرې کوی، خو د تحریک لبیک پاکستان په نامه یوې مذهبی ډلې چې د لاریون په پیلولو کې یې لاس درلود، داسې نرمی نه ده ښودلې چې په دې هکله خبرې وکړی. هغوی به دین ګټی او د اسلام اباد د واکمنو ګرېوان به تر لمنې څیروی! د پاکستان دینی عالمانو خو د پوځ مشر او لومړی وزیر یې بې دینه بللی دی، دغو عالمانو د پنجشنبې په ورځ‌( د نومبر ۱) مه فتوا ورکړې، چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مرتد او عمران خان یهودی دی او پر ضد یې پاڅون لازم دی.‌ ډېر احتمال شته چې دغه لاریونونه لا پراخ شی. د پاکستان د نظام پرضد دا لاریونونه په داسې حال کې زور اخلی، چې پاکستان د ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو هېوادونو پرضد د ناوړې پالیسۍ او په کور د ننه د بېلابېلو ډلو د ژورو اختلافونو او فساد له امله له ساسی، اقتصادی او پوځی کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی او دغه راز د ترهګرۍ او اورپکۍ د روزنې او ملاتړ له امله د امریکا او نړیوالې ټولنې  تر سختو فشارونو لاندې دی. په پاکستان کې د اوسنی نظام پرضد پراخ مذهبی لاریونونه په داسې حال کې زور اخلی، چې د پاکستان پوځ او څارګرده شبکه یې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د دوام لپاره نوی فرصتونه تر لاسه کوی، له افغانستانه د ترهګرو او طالبانو مشران او مهم افراد ور غواړی او د بل کال د جګړې د نوی موسم لپاره نوی نوی پلانونه جوړوی، خو داسې ښکاری، چې پاکستانی ډلې به دا ځل په خپلو کې سره مصروفې وی او د ترهګرۍ د روزنې او د نوی فصل لپاره به د هغوی د جګړه ییز تکتیک جوړولو چارې تر ډېره د روسیې پر غاړه ور واچوی. ایران ته دا دنده ځکه نه شی ورسپارلی، چې ایران د امریکا په مشرۍ تر سختو نړیوالو اقتصادی بندیزونو لاندې دی، خو روسیه ښایی دې ته اوږه ورکړی، ځکه روسانو له دې وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د هڅو پرضد د طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ او تمویل ته لاس اچولی دی، خو پاکستان به اوسنی لاریونونه سخت وځپی او دغه تش په نامه اسلامی هېواد ته به ښه سبق ورکړی، چې اسلام څه ته وایی او د اسلامی ارزښتونو پرضد ګام پورته کول، کومې پایلې لرلی شی! د پاکستان دغو کړکېچنو حالاتو ته په کتوسره وېره ده، چې د دغه هېواد اټومی وسلې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د القاعده لاس ته ونه لوېږی، نو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مولویه غوښتنه داده چې پاکستان له اټومی وسلو تصفیه او سیمه او نړۍ د اټومی
وسلو له خطره وژغوری.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید