روزنامه هیواد

په پاکستان کې رسنۍ د حکومت تر جبری سانسور لاندې!

په پاکستان کې دبرقی مىډىا دڅارنې ادارې پىمرا دمرىم نوازشرىف دهغه پرىس کنفرانس په ښودلو بېلابېلو تلوېزیونی چىنلو ته خبرداری ورکړل شوی، چې پکې هغې د محکمې د هغې پرېکړې پرضد غږ پورته شوى و چې پخوانی وزىراعظم نوازشرىف ته ىې سزا (( دبل چا ))په وىنا اورولې وه.

په پاکستان کې د خبرىالانو دمرکزی اتحادىې مرستىال صدر ښاغلى بخت زاده ىوسفزى واىی چې په پاکستان کې دامهال مىډىا له (( تارىخی سانسر )) سره مخ او د ازاد صحافت دجرړو اىستلو بشپړې هڅې روانې دی.

دپىمرا وىاند ویلی چې بىلابىلو تلوېزیونی چىنلو دمرىم نواز مطبوعاتی کانفرنس نىغ په نىغه خپور کړى او دغه پرىس کنفرانس دعدلىې او رىاستې ادارو په ضد و چې خپرول ىې له قانونه سرغړونه ده.

دمرىم نواز پلار او دپاکستان پخوانی وزىراعظم نوازشرىف ته په بهر کې د خپلې شتنمنۍ د نه څرګندولو په جرم اووه کاله بند سزا اورولې او دا مهال دلاهور په کوټ لکپت زاندان کې د بند موده پوره کوی.

هغه په خبری کانفرنس کې مرىم نواز د عدالت پرضد غږ پورته کوی او د قاضی قضات هغه خبرې یې د ثبوت په توګه وړاندې کړې چې اقرار کوی چې د نواز شرىف په ضد هېڅ ثبوتونه نه وو، خو دغه قاضی دفشار له امله نوازشرىف ته سزا اورولې ده.

خو دغه قاضی د مرىم نواز دا څرګندونې رد کړې او وىلی ىې،چې دا خبرې جوړې شوې او په هغه نوازشرىف ته د سزا ورکولو لپاره دهېچا فشار نه و.دپاکستان دخبرىالانو دمرکزی اتحادىې مرستىال صدر ښاغلی بخت زاده ىوسفزى د رسنیو د ګواښلو غندنه کړې او وىلی ىې ،چې دا دمىډىا د ازادۍ سلبولو بله ناوړه هڅه ده چې خبرىالان ىې باىد په وړاندې غلی پاتې نه شی.ښاغلی ىوسفزی ووىل په دې وروستىو کې په ښکاره توګه د پاکستان حکومتی ادارې پر رسنیو فشارونه راوړی، چې باىد ىوازې او یوازې هغه څه وواىی چې ددغو ادارو غوښتنه ده.

هغه ووىل دپوځی امرىتونو په دور کې هم په پاکستان کې مىډیا له دومره فشارونو او سانسور سره مخ نه وه لکه اوس چې په ىو جمهوری دور کې ورسره مخ ده.بخت زاده ىوسفزى واىی دمىډىا کار ىوازې اطلاعات او حقىقتونه خپرول وی او اوس چې دلته کوم چىنل ىا خبرىال حقىقت واىی، نو هغه له بېلابېلو لارو په نښه کېږی ىا تر فشارونو لاندې راوستل کېږی چې دا د بیان یا وینا پر ازادۍ برید هڅې دی .هغه زىاته کړه چې دمىډىا د ازادۍ لپاره دپاکستان خبرىالانو شکنجې او زندانونه تېر کړی دی اوس به هم ددې حالاتو مقابله کوی او د روان جبر په وړاندې به غلی نه پاتې کېږی

ممکن است شما دوست داشته باشید