روزنامه هیواد

په پاکستان کې د طالبانو تود هرکلى او له خلیلزاد سره کتنې

له طالبانو سره د قطر د خبرو د لړۍ له لغوه کېدا سره سره بیا هم په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په اسلام اباد کې له طالبانو سره کتلی دی، تېره چارشنبې چې کله زلمى خلیلزاد اسلام اباد ته لاړ او بیا د قطر طالب ډله ورپسې ورغله،چې د پاکستان د څارګرې ادارې مشر او نورو چارواکیو یې تود هرکلى وکړ،چې په افغانستان کې یې سخت حساسیتونه را وپارول. اندېښنه دا ده، چې له یوې خوا امریکا له طالبانو سره د هغوى د ترهګریزو بریدونو له امله هر ډول خبرې او لیندنې ځنډولې، خو بیا هم په اسلام اباد کې د زلمی خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ د خبرو لپاره زمینې برابرېږی او د افغانانو له مشورې پرته، پر افغانستان تصمیم نیسی! پر دې لیدنو او له طالبانو د پاکستان د څارګرې شبکې او نورو ډلو مشرانو تود هرکلی، په نړیواله کچه حساسیتونه را پارولی دی. پر پاکستان نیوکې دا دی، چې ولې له افغانستان او د امریکا په مشرۍ له نړیوالې ټولنې سره بیا بیا دوه مخى رول لوبوی!؟ دا کړۍ په افغانستان کې له جګړې او ترهګریزو بریدونو لاس نه اخلی، پاکستان یوځل بیا ثابته کړه، چې دوى د طالبانو او ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکوی او د هغوى هغه ژمنې بې ځایه دی، چې ګنې له ترهګرۍ سره مبارزه کوی!؟ په پاکستان کې د طالبانو تود هرکلی، وښووده، چې پاکستان د هغې ډلې ملاتړ کوی، چې په افغانستان کې یې سختو ترهګریزو او خونړیو بریدونو ته زور ورکړى دى. دا له ترهګرۍ سره د پاکستان همکاری ده! بل لورى پر امریکا هم سختې نیوکې دی، چې له یوې خوا یې له دې ډلې سره هر ډول خبرې بندې کړې او آن مړې یې اعلام کړې، خو له بلې خوا یې استازی یوځل بیا له طالبانو سره په څو څو ځله په اسلام اباد کې لیدلی دی. دغه حساسیت ته په کتو سره د دې لیدنو جزىات بیا هم د قطر د پرېکړو په څېر پټ ساتل شوی دی. افغان حکومت په دې اړه نیوکې لری، ځکه د قطر خبرې هم د سولې لپاره نه ،بلکې پر افغانستان د سترې معاملې لړۍ وه، چې مخینوى یې وشو، اوس که د هغې معاملې لړۍ بیا پلېږی، نو افغانان به یې پرضد بیا هم پټه خوله پاتې نه شی. افغانان سوله اسلامی حکم او ستره ملی دنده بولی، د دې لپاره باید د سولې هر تصمیم خپله د افغانانو په لاس کې وی، خو دا هم افغانانو ته د منلو نه ده، چې د دې سولې په پلمه پر افغانستان معامله وشی او یا دې د دې معاملې لپاره څوک جرئت وکړی! له همدې امله په پاکستان کې د طالبانو له استازیو سره د خلىلزاد کتنې افغان چارواکی په غوصه کړی، ځکه طالبانو له افغان حکومت سره له مستقىمو خبرو ډډه وکړه. د نړىوال بحران ډلې هم ویلی،چې دې کتنې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د افغانستان لپاره د امرىکا پالىسی ورانه کړه. دا خبره ځکه ډېر وزن لری، چې د امریکا د رقیبو لوریو، لکه روسیې، ایران، پاکستان او د پردې تر شا د چین په غوښتنه، طالبانو پر امریکا منلې وه، چې د قطر د خبرو په پاىله کې پرته له دې چې د خبرو پرمختګ په پام کې ونىسی، له افغانستانه خپل ځواکونه په ىو اړخىز ډول وباسی. د نړىوال بحران ډله لىکی، که داسې شوی واى، نو د افغانستان جګړې به د طالبانو د برىدونو په نتىجه کې دوام کړى واى، ځکه طالبان تر ډېره له افغانستانه د امرىکایی ځواکونو پر وتلو تمرکز کوی او له بلې خوا د طالبانو مخالف ځواکونه به د ژوند او مرګ لپاره په جګړه کې ښکېل واى. په افغانستان کې خو د اسلام اباد د سفرونو په اړه د خوښۍ څرګندونو له امله، د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدی له دندی لرې کړ. د ولسمشر محمد اشرف غنی د فرمان له مخې د دغه ویاند له دندې د ګوښه کېدو دلیل دا دى، چې پاکستان ته د طالب استازیو د سفر په تړاو دغه ویاند داسې څرګندونې کړې وې چې د افغان حکومت له دریځ سره په ټکر کې وې.

صبغت الله احمدی پاکستان ته د طالبانو د سفر په هکله ویلی وو، چې دا نیک اقدام دى او موږ هیله لرو چی د سولې خبرې به بیا پیل شی. خو ارګ وایی، چې پاکستان ته نه ښایی چې د ترهګرو ډلو کوربه توب وکړی او هغه خبرې چې د افغان حکومت له مشرۍ پرته کېږی، په افغانستان کې له سولې سره هېڅ مرسته نه شی کولاى. که څه هم اجرائیه ریاست وایی، چې ګنې صبغت الله احمدی ګوښه کېدل کمپاینی بڼه لری او هغه به بېرته خپلی دندې ته دوام ورکړی، خو یو لورى او یا کوم ارګان هم د ولسمشر د قانونی تصیم د مخنیوى صلاحیت نه لری. د بهرنیو چارو د وازرت د ویاند دا څرګندونې، د نظام د تصمیم او پالیسۍ پر خلاف دی، چې هغه باید په دې اړه محاکمه هم شی! دا خو پرېږده، آن د بهرنیو چارو وزارت هم په خپلو چارو کې پاتې راغلى او د دغه وزارت پر چارواکیو دا نیوکې دی، چې په نړیواله کچه د افغانستان استازولی نه شی کولى، ځکه د مصلحت پر بنسټ د یوې ډلې په واک کې ورکړل شوى او د ملت غم وسره له سره نشته، چې دې چارې په سیاسی کچه د افغانستان موقف تر پوښتنې لاندې راوستلى دی! ملت هیله لری، چې راتلونکى ولسمشر باید خپله بهرنۍ پالیسی د بهرنیو چارو وزارت پر پیاوړی دریځ عیاره او پلې کړی!

احمد فرهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید