روزنامه هیواد

په پاکستان کې افغان کډوال په بد حالت کې دی

د پاکستان په لویو ښارونو په ځانګړی ډول کراچۍ کې په سلګونه زره افغان کډوال له کورونایی قرنطین او د قیوداتو څخه سخت کړیږی . پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په قول افغان کډوال وایی، که څه هم کرونا خطرناکه ده، خو لوږه تر هغې لا وژونکې ده ځکه د ډیرو کورنیو غذایی مواد مخ پرخلاصیدو دی او هیڅوک یې غم نه خوری.په کراچۍ کې د افغان کډوالو د یوې کمیټې مشر حاجی عبدالله ډان ورځپاڼې ته ویلی، د کورونا په خاطر وضع شویو قیوداتو او ګرځبندیز په خلکو ک‌ پریشانی او ډپریشن نورهم تقویه کړی دی: ((خصوصأ په ځوانانو کې ځکه هغوی نه کار لری نه د عاید بله سرچینه، د ژوندانه لومړنی ضروریات او غذایی مواد یې هم مخ پر کمیدو دی. خو نه پاکستانی چارواکی او نه هم خیریه سازمانونه د افغان کډوالو غم خوری د پاکستان د سند په ایالت کی تقریبأ ۵۰۰۰۰۰ افغان کډوال ژوند کوی، چی نیمایی یې د کراچۍـ شاوخوا سیمو کې تر ډیرو خرابو صحی شرایطو لاندې ژوند کوی او هیڅ نوع نظافت نه پکې مراعتیږی.دوی وایی، ممکنه ده، که یو وارې هلته د افغان کډوالو په پنډغالو کې کورونا خپره شی نو په ډیر سرعت سره به بې وزله افغانان زیانمن کړی.په ټول پاکستان کی بیا تقریبأ ۲،۸ ملیونه افغان مهاجر ژوند کوی.پدې ډول سره نو تر ترکیې وروسته پاکستان د نړۍ دوهم هیواد دی، چې دومره ډیرو مهاجرو ته یې ځای ورکړی دی.خو هغه افغانان لا جلا ستونزې پکې لری چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللی دی.دغو افعانانو ویلی چې له هوټلونو ایستل شوی او دوی اوس په سړکونو ژوند کوی.پاکستان همدا راز له افغانستان سره لارې هم تړلی او نږدې لس زره کانټینره یې په تورخم او چمن کې ایسار کړی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید