روزنامه هیواد

په پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دی

پاکستان خبرداری ورکړی ، چې په دغه هېواد کې د کورونا له کبله د ګرځبندیز له پرېکړې افغان کډوال سخت زیانمن شوی او که یې لوږې او بې وزلۍ ته پام ونه شی لوی ناورین به راپورته شی.د پاکستان د ایالتی او سرحدی چارو وزیر شهریار افریدی له ملګرو ملتونو غوښتی، چې په عاجل ډول دې افغان کډوالو ته په پاکستانی کمپونو کې د خوړو او نورې مرستې برابرې کړی.د افریدی په خبره افغان کډوال له دوه اوونیو راهیسې په لوږه کې ژوند تېروی او دوی ته باید د جنګی تجهیزاتو په څېر عاجلې خوراکی مرستې ورسول شی.نوموړی زیاته کړې، تر دې دمه یوازې پاکستان له افغان کډوالو سره څه ناڅه مرستې کړې دی: (( په اوس وخت کې دا د نړیوال سازمان دنده ده، چې افغان کډوالو ته مرستې برابرې کړی.))دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په ټولو ښارونو کې ګرځبندیز لګولی او دغه هېواد نږدې دری میلیونه افغان کډوال لری ، خو په پاکستان ملامت دی چې د افغان کډوالو په پلمه مرستې ټولوی او خپلو خزانو ته یې اچوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید