روزنامه هیواد

په ټولنه کې وده اوپرمختیا په کتاب لوستلو پورې تړلې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب نړیوالې ورځې په درناوى  پرون د یو شمېر ځوانو لیکوالانوته د تندیس په ورکولو سره د دوى فرهنګی کارونه وستایل.په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د یوشمېر فرهنګی شخصیتونواود فرهنګی بنسټونو د مسوولینوپه ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه ،چې په ټولنه کې وده اوپرمختیا په کتاب اولوستلو پورې تړلې ده.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل:  د کتاب د نړیوالې ورځې په درناوى نن څلورو ځوانانوته چې د کتاب  د لیکلواو د فکر د تولید په برخه  کې یې ګام اخستى دى ، د تندیس په ورکولو سره قدردانی کېږی چې دهغوى  فرهنګی کارونه ښه وځلېږی.هغه د نورو هېوادونو په پرتله په هېواد کې د کتاب او د کتاب لوستلو د حالت په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې یې د کتاب لوستلو فرهنګ پېکه وباله اوټینګار یې وکړ هغه ځوانان ،چې نوی د فرهنګ اوکتاب لیکلو په برخه کې د ظهور په حال کې دی  باید وهڅول شی او وستایل شی.محمد طاهرزهیر وویل ،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول توان سره د فکر دتولید اوکتاب د خپرولو اوچاپولو ملاتړکوی.دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارومعیین عبدالمنان شېوای شرق د کتاب اوکتاب لوستلو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه ،چې سمیه رامش ، سید شینواری، ریحانه رها او دستګیر فرهود هغه ځوان لیکوالان دی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغوى ته د تندیس په ورکولو سره د دوى فرهنګی کارونه ستایی.وروسته دغو لیکوالانو په خپلوخبروکې د فرهنګی ودې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې قدردانی وکړه او د ټولنې د ودې په لاره کې یې د مطالعې اوکتاب لوستلو د رول په اړه معلومات ورکړل.وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اویوشمېرمسوولینو دغولیکوالانوته تندیسونه ورکړل. دغه راز د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د کاپی رایت آمر احمد ذکی امیری شپږ سوه ټوکه کتابونه د عامه کتابتون رییس ته ورکړل  اوڅرګنده یې  کړه ،چې دغه آمریت هرکال څه ناڅه زر ټوکه راټول  کړای شوی کتابونه عامه کتابتون ته سپاری. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید